اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو په کابل کې رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو منعه کړې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو امربالمعروف کابل کې رسنۍ داسې مهال د موسیقۍ له خپرولو معنه کړې چې تېره ورځ دغې ډلې پر ټولو رسنیو د خبرونو خپرولو پر مهال د «شهید» کلمه په زور خپره کړه. تر دې وړاندې طا-لبانو په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو منعې کړې وې.

د طا-لبانو امربالمعروف و نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن پنجشنبه د (لیندۍ ۲۲مه) په ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي، چې د دغه وزارت د امربالمعروف محتسبانو په کابل کې د رسنیو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې له دې وروسته دې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي.

د طا-لبانو امربالمعروف ویلي، چې د رسنیو له استازو سره په دغې ناسته کې له هغوی غوښتل شوي چې: «د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبانو د یو شمېر چاپي او غږیزو رسنیو له مسولانو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو دې ډډه وکړي، چې له اسلامي احکامو او افغاني کتلور سره په ټکر کې وي.»

طا-لبانو تر دې مخکې په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو او تفریحي پروګرامونو له جوړولو معنې کړې وې.

د طا-لبانو امربالمعروف کابل کې رسنۍ داسې مهال د موسیقۍ له خپرولو معنه کړې چې تېره ورځ د دغې ډلې د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني په یوه ځانمرګي برید کې تر وژل کېدو وروسته د دغې ډلې استخباراتو پر ټولو رسنیو د خبرونو خپرولو پر مهال د «شهید» کلمه په زور وتپله او خپره یې کړه.

تر دې وړاندې د طا-لبانو امربالمعروف د افغانستان رسنۍ د خپرونو پر مهال د ساه‌کښو د انځورونو له خپرلو معنه کړې وې.

واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د نورو برخو تر څنګ پر رسنیو کړۍ تنګه کړې او په بیلابیلو فرمانونو کې یې د رسنیو پر کار بندیزونه لګولي.

د روانې لیندۍ میاشتې په ۱۵مه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي و، چې په کابل کې یې د ارزو ټلویزیون د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې او له رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې» د مخنیوي په موخه تړلی دی.

د طا-لبانو استخباراتو او امربالمعروف کارکوونکو د لیندۍ په ۱۴ مه کابل کې د ارزو ټلویزیون دفتر تړلی و او د هغوی یو شمېر کارکوونکي یې بندیان کړي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا