اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

‏طا-لبانو د روسیې د پارلمان له طرحې هرکلی کړی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت له تور نوملړه د دغې ډلې د نوم اېستلو په اړه د روسیې د پارلمان له طرحې هرکلی کړی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اخیستل شوی ګام ښه پرمختګ ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه ګام د طا-لبانو او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د یو خنډ د لرې کولو په مانا دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د روسیې فډراسیون د پارلمان له‌خوا له هغې طرحې هرکلی کوو، چې له مخې به یې د طا-لبانو غورځنګ نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې شي.»

د روسیې پارلمان د سې شنبې په ورځ د یوې نوې لایحې د تصویب له لارې دې ته لاره پرانېسته چې د طا-لبانو ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړه و اېستل شي.

دغه لایحه د روسیې د مشرانو جرګې ۱۳ غړو پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا