مجاهد: زندانونو کې شکنجې نشته او له ښځینه بندیانو سره محتاطانه چلند کیږي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی په زندانونو کې هیڅ نوع شکنجه نشته او له ښځینه زندانیانو سره محتاطانه چلند کیږي او په ښځینه ماحول کې ساتل کیږي.هغه زیاته کړې، چې «د زندانیانو یوازې ساتنه او درملنه کیږي».
مجاهد اېنډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي « داسې زندانیان چې له زندان نه ووځي پروژه یي شکل پیدا کوي، یا څوک دوی غولوي او یا ځینې استخباراتي کړۍ ددوی ذهنیت داسې جوړوي چې د زندان پرمهال یې څه لیدلي هغه بد تعبیر کړي او په اړه یې ناسم معلومات انتقال کړي او د پروپاګند د وسیلې په توګه استفاده ترې کیږي ».
د طا-لبانو ویاند وايي چې د دوی په زندانونو کې هیڅ نوع شکنجه نشته او له ښځینه زندانیانو سره محتاطانه چلند کیږي او په ښځینه ماحول کې ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې « هیڅ ستونزه ورته نشته، د زندانیانو یوازې ساتنه او درملنه کیږي، نور شکنجه کیږي نه او ددې څوک اجازه هم نه لري. استخباراتي او د تحقیقاتو برخې هم له اجبار پرته څیړنې کوي».
مصطفی، چې د افغانستان مخکیني حکومت کې یې کار کاوه، پوهېده که د ناټو له ملاتړه برخمن حکومت سقوط وکړي، نو دی به مجبور شي له هېواده وتښتي. خو د نورو په څېر هغه هم ونه توانېد چې وتښتي او تېر کال د جولای په میاشت کې د طالبانو لاس ته ولوېد. طالبانو هغه له سپیو سره په یوه کوچنۍ پنجره کې بندي کړی و.
نوموړی وايي، «هغوی زه ونیولم، مخ ته یې پلاستیکي کڅوړه را واچوله، چې سا مې بنده کړي او لاسونه او پښې یې را وتړل». پر هغه تور و، چې د طالبانو له مخالفانو سره یې همکاري درلوده.
مصطفی د هغو ۳۸ کسانو له ډلې دی چې د افغانستان انټرنشنل څېړنیز راپور له لیکونکي سره یې مرکه کړې ده.
انډیپنډنټ وايي، دغه راپور هڅه کوي چې د طا-لبانو له خوا بندیانو ته د شکنجې او سیستماتیک بد چلند ادعاوې مستندې کړي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ته وړاندې شوی.
د طا-لبانو ویاند ددغو زندانیانو د ادعاوو په تړاو ویلي چې « رسنۍ کولای شي راشي او زندانونه وګوري او له زندانیانو سره ازادې مرکې وکړي، بیا لیدلی شي چې وضعیت دلته څه ډول دی».
د افغانستان انټرنشنل – پښتو څیړنیز رپوټ چې د ۳۸ کسانو د مرکو او د ۱۲۱ رسمي غوښتنلیکونو د ارزونې پر بنسټ جوړ شوی، په دغو زندانونو کې د شکنجې ۳۱ بېلابېل ډولونه بیانوي.
افغانستان انټرنشنل – پښتو له ۹ مېرمنو او ۲۹ هغو نارینه وو سره خبرې کړې دي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې له یوې میاشتې تر ۲۶ میاشتو زندان تېر کړی.
هغه کسان چې په ولایتونو کې نیول شوي ۱۸ کسان یې له یو میاشتني زندان او شکنجې وروسته کابل ته لېږدولي او هلته بیا ځلي شکنجه شوي دي.
شپږو زنداني شویو د زندان پر مهال ۱۶ بېلابېلې شکنجې، ۱۹ کسانو د زندان پر مهال ۹ بېلابېلې شکنجې او پاتې دیارلسو تنو له دوو تر پنځو مختلفې شکنجې لیدلې دي.
په یادو ۳۸ کسانو کې پنځو کسانو ته د شکنجې پر مهال روغتون ته د وړلو اړتیا پېښه شوې، خو طالبانو یوازې دوه کسان روغتون ته وړي او د دریو کسانو درملنه د استخباراتو د ریاستونو په داخل کې شوې ده.
د رپوټ له مخې، ډېری بنديان له قانوني ثبوت پرته نیول شوي او له سختو بدني او ذهني کړاوونو سره مخ شوي.