قطر او امریکا له افغانستان سره پنځوس میلیونه ډالره مرسته کوي
دید خبرې آژانس: د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او (زده کړې د ټولو لپاره) په نوم قطري بنسټ د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي. دغو دواړو بنسټونو د افغانستان د پوهنې په ملاتړ ټینګار وکړ.
دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
زده کړې د ټولو لپاره د بنسټ موقت اجرایوي مشر محمد الکوبیسي وویل:«د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې سره همکاري د ټولګډونه او عادلانه زده کړې احساس کولو لپاره یو مهم ګام دی. دا ګډې هڅې کولی شي خنډونه لرې کړي، ټولنې پیاوړې کړي او د روښانه راتلونکي سره مرسته وکړي.»
همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالي پراختیا ادارې مدیر جویل سنډفور وویل: «دا همکاري ډاډ ورکوي چې افغان میرمنې او نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ولري او د افغانانو لپاره یو ښه راتلونکی جوړیږي.»
دواړو خواوو د ټولو لپاره د زده کړو د بنسټیز حق په برخه کې په ځانګړې توګه د زیانمنو او خطر سره مخامخ ټولنو لپاره په خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی.