اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو خپګان وښود

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو بهرنيو چارو وزارت د ناروې دولت پر هغه پرېکړه خپګان ښودلی، چې له افغان مېرمنو سره د دغې ډلې د چلند له امله د دوی استازي نه مني او ډیپلوماټیک اړیکي ور سره کموي.

طا-لبانو د ناروې له شاهي دولت غوښتي، چې دا ډول پرېکړې بايد «د هېوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.»

له افغان مېرمنو او نجونو سره د طا-لبانو د کړونو په غبرګون کې ناروې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طا-لبانو له لوري هر ډول معرفي شوی استازی به ونه مني.

د طا-لبانو بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې د ناروې دولت پر دې پرېکړې خواشني ښودلې او ویلي یې دي، چې د متقابل تفاهم او احترام پر بنسټ دیپلوماتیکه ښکيلتيا تاثير لري.

طا-لبانو کونسلي خدمتونو ته لاس رسی د هر وګړي حق ګڼلی او زياتوي: «موږ ټول لوري جدي هڅوو، چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.»

خو طا-لبان په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د پخواني حکومت استازي نه مني او پر کارونو یې محدوديتونه زيات کړي.

په ناروې کې د افغانستان د سفارت چارې د پخواني حکومت د چارواکو له لوري مخ ته وړل کېدلې، چې د سپتمبر په ۱۲ مه د طا-لب چارواکو په غوښتنه وتړل شو.

طا-لبان د ۱۴۰۰ کال په زمري مياشت کې پر افغانستان واکمن شول، چې د څه باندي درېيو کلنو په تېرېدو تر اوسه هيڅ یوه هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا