اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د ارزو ټلویزیون د نشراتو بندولو په اړه د امربالمعروف وزارت وضاحت

دید خبرې آژانس: د ارزو ټلویزیون د بندیدو په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته دمګړۍ د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وایي، ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، له رسنیو د ناوړه ګټنې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د رامنځته کولو په موخه تړل شوی دی.

امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند، سیف الاسلام خیبر وايي: د ارزو ټلویزیون د تړل کېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، له رسنیو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنيوي د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده. د اسلامي ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې رسنۍ د بیان ازادۍ او د اسلامي اخلاقو او اصولو په چوکاټ کې مخ ته ولاړې شي. 

خو د ارزو ټلویزیون مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت دغه راز له رسنیو غواړي چې په خپلو فعالیتونو کې اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او ټولنیزو اخلاقو ته درناوی وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی لوړپوړی سلاکار، فقیر میوند په دې اړه وايي: د رسنیو بندول موږ خپل منزل ته نه رسوي. لکه څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې مخکې هم دا کار شوی دی. پر ورځپاڼې او مجلې دا کار شوی خو وروسته بیرته پر خپلو پښو درېدلې دي. هیله مې دا ده چې د ارزو ‎ټلویزیون نشرات بېرته پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸ نېټه د نور او بریا ټلویزیونونو فعالیتونه وځنډول.

د رسنیزو سرغړونو کمیسیون د دغو ټلویزیونونو د بندیدو لامل د کمیسیون وړاندیزونو ته نه پاملرنه او د خبریالۍ اصولو له پامه غورځول بللي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا