Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

مجاهد: د طا-لبانو مشر به د کابینې غړو ته لازمه لارښونه وکړي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د کابینې او د سیاسي کمېسیون ځینو غړو د اسلامي امارت له مشر سره د بېلابېلو مسایلو په تړاو د خبرو  اترو په موخه کندهار ته تللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ‌ذبیح‌الله مجاهد وايي چې، د اسلامي امارت مشر په دغې غونډه کې، د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د سیاسي کمېسیون له غړو سره د حکومتوالۍ پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«مشران کله کندهار ته رابلل کېږي. مشرتابه هغوی د ځينو مشورو او اقداماتو لپاره راغواړي. محترم مولوي عبدالکبري او ځينې وزیران د ځينو موضوع‌ګانو د تعقیبولو لپاره غوښتل شوي او لازمې لارښونې به ترلاسه کړي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د چنګاښ په ۲۵مې نېټې په کندهار کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو له سرپرستانو سره په کتنه کې دغو چارواکو ته د ښه امنیت د ټینګښت لارښونه کړې وه.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده څو ورځې مخکې، د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل سفر په لر کې د دغې ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولانو ته سپارښتنه کړې وه چې، له اختلافونو ډډه وکړي او خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي.

د اسلامي امارت مشر دغه‌راز دیني عالمانو ته هم لارښوونه کړې وه چې، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د قانون په پلي کېدو کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button