کریسټوفر ډوناهو امریکايي سرتېری څلور ستوریز جنرال شو
دید خبرې آژانس: د امریکا مشرانو جرګې د کریسټوفر ډوناهو په نوم د هغه امریکايي سرتېري لپاره چې له افغانستانه وروستی ووت، ترفیع تصویب کړه.
ډوناهو چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له پرځېدو وروسته د امریکا د وتلو څارنه کوله، د څلور ستوري جنرال رتبه ترلاسه کړه.
د امریکا مشرانو جرګې د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ ۱۲مه) د شاوخوا لسو ورځو ځنډ وروسته د کریسټوفر ډوناهو ترفیع د رایو په اکثریت تصویب کړه.
مخکې پولیټیکو راپور ورکړی و، چې د کریسټوفر ډوناهو نوم د هغه زرګونو افسرانو او سرتېرو په لېست کې و چې د سنا د وسلهوالو خدماتو کمیټې د پرمختګ لپاره یې تصویب کړی و؛ خو یوولس ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د هغه نوم له دغه لېست څخه واېستل شو او د هغه ترفیع وځنډول شوه.
دغه امریکايي جنرال د امریکا د ولسمشر جوبایډن لهخوا سنا ته وړاندیز شوی و، چې په اروپا او افریقا کې د امریکا د پوځ مشري وکړي او د څلور ستوري جنرال رتبه ترلاسه کړي.
د نوموړي ترفیع د یوولسو ورځو لپاره د جمهوري غوښتونکو سناتورانو لهخوا ځنډول شوې وه.
ډوناهو د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوايي فرقې قومندان و، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې د وتلو بهیر څاره او هغه د وروستي امریکايي سرتېري په توګه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې سي ۱۷ کارګو الوتکې ته پورته شو او له افغانستانه ووت.
د امریکا د پوځ دغه جګپوړی چارواکی به په اروپا او افریقا کې د څلور ستوریز جنرال په رتبه سره د امریکا د پوځ قوماندې ته وګومارل شي، په داسې حال کې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د وتلو پر بهیر سختې نیوکې کړې او نوموړي ژمنه کړي، چې له افغانستانه د وتلو په بهیر کې دخیل امریکايي پوځ لوړ پوړي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.
تر دې مخکې دوو امریکايي چارواکو اېن بي سي نیوز ته ویلي و، چې د ټرمپ ټیم د هغو پخوانیو او اوسنیو جګپوړو امریکايي افسرانو لېست چمتو کوي چې له افغانستانه په وتلو کې مستقیماً ښکېل وو.