کام اېر: تر راتلونکو دوو اونیو د کابل-دوحې ترمنځ الوتنې پیلېږي
دید خبرې آژانس: د نړۍوالو الوتنو په لړ کې، کام اېر هوایي شرکت هم پرېکړه کړې چې د روان زېږدیز کال د ډسمبر له ۱۷مې له کابله دوحې ته خپلې الوتنې پیل کړي.
د کام اېر شرکت اجراییه رییس، جاهد عظیمي وايي: «موږ ډېر ژر کابل د قطر له پلازمېنې دوحه سره نښلوو. د دې لپاره پلان جوړ شوی او موږ په اونۍ کې درې الوتنې په پام کې نیولي دي. په پیل کې، د سې شنبې ورځې ټاکل شوې دي، او انشاءالله د ډسمبر په ۱۷مه الوتنې پیلېږي.»
بل پلو، د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وایي، چې تر دې وړاندې آریانا شرکت هم له افغانستانه قطر ته الوتنې لرلې او له کابله دوحې ته د نویو الوتنو پیلېدل به مسافرو ته نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل: «دا یوه بله بدیله لار ده چې سیالۍ ته وده ورکوي او د مسافرو په ګټه هم ده چې یو بل بدیل لاره ولري. په دې وروستیو کې موږ له قطر سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د هغې پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې. اوس د کامایر هوایي شرکت خپلې الوتنې پیلوي.»
په دې لړ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کابل – دوحې د الوتنو پیلېدل د نړۍوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اغېزناک ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید په دې اړه وايي: «دا لاره د سوداګرۍ او معاملاتو لپاره ښه زمینه برابروي، د افغان سوداګرو، خصوصي سکټور او خلکو لپاره او هغه محصولات چې په قطر کې بازار لري، په ځانګړي ډول که د کارګو الوتنې هم پیل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي دي، چې قطر ته به الوتونو د پراختیا لپاره په افغانستان کې فعالو هوایي شرکتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.