صالح ته واشنګټن ته د تللوو لپاره بلنه ورکړل شوې
دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو جرګې غړي ټیم بورچټ د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو په موخه واشنګټن ته د راتګ بلنه ورکړه.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «تر هغه وخته چې د افغانستان کنټرول د طالبانو په لاس کې وي، دغه هېواد به امریکا ته ګواښ وي.»
بورچټ د دوشنبې په ورځ د خپلې بلنې په پیغام کې امرالله صالح د افغانستان د ولسمشر په توګه یاد کړ.
هغه دغه راز زیاته کړې: «ولسمشر امرالله ته بلنه ورکوم، چې په واشنګټن کې له ماسره وګوري ترڅو د افغانستان او د خلکو په اړه یې خبرې اترې وکړو.»
امرالله صالح د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته ځان د هېواد د ولسمشرۍ سرپرست اعلان کړی و. هغه په یوه پیغام کې ویلي و، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د غیابت، تښتېدو یا مړینې په صورت کې لومړی مرستیال د ولسمشرۍ د مقام د سرپرست په توګه ټاکل کېږي.
له دې سره، هغه بیا وروسته اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه لاس په سر کېږي.
ټیم بورچټ د کانګرس د استازو جرګې د څارنې او بهرنیو چارو کمېټو غړی او د ټرمپ ملاتړی دی.
نوموړي تر دې وړاندې له واشنګټن څخه غوښتي و، چې د طا-لبانو له مخالفینو ملاتړ وکړي.
هغه د وږي په میاشت کې هم ویلي و، چې د «ویانا له پروسې» څخه چې د مقاومت جبهې په ګډون د طا-لبانو مخالفې ډلې هم په کې شته د امریکا د ملاتړ طرحه یې د استازو جرګې ته وړاندې کړه.
په دې طرحه کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه شوې، چې د ویانا په غونډو کې ګډون وکړي.
نوموړي په دې طرحه کې د ویانا پروسه د طا-لبانو پر وړاندې د سیاسي ځواکونو لپاره هر اړخیز پلټفرم بللی دی.
د استازو د جرګې یاد غړي په یوې اعلامیه کې وویل: «دغه لایحه طا-لبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه غندي او له محتده ایالاتو غواړي، چې په ویانا کې ګډون وکړي او دغه راز نور هېوادونه هم له دې بهیر سره یو ځای شي.»
امرالله صالح د افغانستان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته د متحده ایالاتو یو له جدي منتقدینو څخه دی.
نوموړي له افغانستان سره امریکا په خیانت تورنه کړه.
صالح د امریکا او طا-لبانو ترمنځ د دوحې د تړون سر سخت مخالف هم دی.