اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

غزه کې په بېړنۍ توګه د اوربند عملي کېدو غوښتنه شوې

دید خبرې آژانس: د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) په خپله ۴۵مه سرمشریزه کې، چې تېره ورځ په کویټ کې ترسره شوه، غزه کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه څو  د دغې سیمې اوسېدونکو ته بشري مرستې ورسېږي.

دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې کویټ د خلیج د همکارۍ شورا د سرمشریزې کوربه‌توب کوي.

په دې غونډه کې په خلیج کې د اقتصادي یووالي، پیاوړتیا او د نړۍوال او سیمه‌ییز امنیت او ثبات ساتنې په څېر موضوعات د بحث اصلي محور وو.

همدارنګه، د نړۍوال اقتصاد ننګونې او د نړۍوالو مسایلو پېچلی وضعیت د غونډې د نورو مهمو موضوعاتو له لمنځه وو.

د کویټ امیر، شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح، په خپله وینا کې د فلسطیني سیمو نیول او د اسراییل له لوري د فلسطینیانو نسل وژنه وغندله.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو په پلي کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي سیمه‌ییزه ټولنه ده چې د بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، او متحده عربي اماراتو له هېوادونو جوړه ده.

د دغې شورا مرکزي دفتر د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې دی او د ۱۹۸۱ د می میاشتې په ۲۵مه د رسمي منشور په لاسلیکولو سره تاسیس شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا