اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملاهبت الله طا-لبان یوځل بیا اطاعت ته وهڅول

دید خبرې آژانس: د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د طا-لبانو مشر ملا هبت الله د طا-لبانو یوې غونډې ته ویلي چې «خپلمنځي اختلافات مه کوئ او د نظام د ساتلو لپاره پوره کوښښونه وکړئ».

ملا هبت الله له طا-لبانو غوښتي چې د امربالمعروف قانون د بشپړ پلیتابه په برخه کې همکار واوسي.

د طا-لبانو د کندهار ولایت مقام نن دوشنبه «د لیندۍ ۱۲مه» وویل، چې سپین بولدک ولسوالۍ ته ملا هبت الله د خپل سفر پرمهال ویلي چې دغه نظام په اطاعت او پرهېزګارۍ او دغه راز له دیني عالمانو د مشورو په اخستلو او د دوی په مشورو د عمل په مټ ساتل کېدای شي.

ملا هبت په خپله وینا کې یو ځل بیا د امربالمعروف قانون پر عملي کېدو ټینکار کړی دی.

د کندهار د مقام د خبرپاڼې له مخې، ملا هبت الله وویل:«تاسې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون د ښه نافذولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړئ او په خپلو مساجدو کې مقتدیانو او کلیوالو خلکو ته د ایمان، عقیدې او د لمانځه اړوند موضوعات هره ورځ وښایاست».

ملا هبت الله طا-لبان د مشرانو اطاعت ته هڅولي دي.

هبت الله د غونډې په پای کې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ټولو نظامي او ملکي مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چي اختلافات ونه کړي او خپلو مسوولیتونو ته متوجې او ژمن واوسي.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله له خوا توشیح شوی د امربالمعروف قانون یوازې په کندهار کې عملي شوی او په دغه ولایت کې ملي ټلوېزیون په راډیو بدل شوی او مسوولان یې د پخوا په څېر ساکښ انځورونه نه پرېږدي، خو په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې لا په بشپړ ډول نه دی پلی شوی او خپله د طا-لبانو له منځه ورسره مقاومت ښودل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا