چمن پرلت: د سپین بولدک-چمن لار د ټرافیکو پر مخ تړو
دید خبرې آژانس: د چمن پرلت د روانې ډسمبر پر څلورمه د چمن – سپین بولدک لاره د ترافیکو پر مخ تړي.
د دغه پرلت غړي د یاد مسیر د بندولو لامل د فرضي کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته د پاکستان د حکومت لخوا پر تګ راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته بندیز بولي.
د دوی په خبره دا پرېکړه یې د چمن – سپین بولدک پر دروازه د لګول شویو محدودیتونو نه لرې کولو په غبرګون کې کړې او د نورو ګامونو په اړه به د مشرانو پرېکړې ته په تمه شي.
د چمن پرلت غړی، محمد ولي په دې اړه وايي: “پر څلورم تاريخ مو د صادراتو او وارداتو مسوولينو ته ویلي، چې نور مو خپل تګ راتګ بند کړی، موږ به پر یاد تاريخ د چمن پوځي قلعې مخته په پراخ لاريون ځوو او هلته به د نورو ګامونو په اړه د مشرانو پرېکړې ته په تمه کېږو”.
د چمن پرلت د مشرتابه غړی، حيات الله افغان هم وايي:”له تاسو چي نن کوم پاکستاني پوځيان او ياهم نړيوال له پښتنو بېرېږي، د ستر امپراطور احمدشاه بابا د توري غږ يې په غوږونو کې دی او دوی ان زموږ د ملالي په شان له مېړنیو مېرمنو هم بېره لري، ځکه موږ وایو، چې باید زموږ له تاريخه درس واخلي”.
پرلت کوونکي ادعا کوي چې د چمن – سپین بولدک لارې بندولو سره پاکستاني ځواکونو په پراخ فساد کې ښکیل دي، د دوی په خبره جنازو ته د سل زره پاکستانۍ روپیو په مقابل کې د لېږد اجازه ورکوي.
د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزی وايي: پاکستانيان د مزل ګلی په نوم لار باندي هر ډول اسنادو پرته جنازو ته په يو لک پاکستانيو کالدارو د تګ راتګ اجازه ورکوي، خو موږ به يې پر وړاندي جدي درېږو او مبارزه به کوو”.
د چمن پرلت د مشرتابه غړی، اعظم خان هم بیا وايي: “پرلت داسي زړور کسان لري، چي هر مسوول له غاړي نيولای شي او ترې د خپل حق پوښتنه کولای شي”.
د چمن پرلت کوونکي په داسې حال کې د روانې ډسمبر میاشتې پر څلورمه د چمن – سپین بولدک لارې تړلو ګواښ کوي، چې وروستیو څو میاشتو کې پاکستان کې سياسي ناکراريو زور اخيستی دی.