طا-لبانو غوښتنه کړې چې په نورو نړیوالو اقلیمي خبرو اترو کې هم برخه واخلي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص ویلي چې دوی باید د اقلیم په اړه په راتلونکو نړیوالو خبرو کې برخه واخلي. د ۲۰۲۱ کال په زمري میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د اذربایجان غونډه لومړنی مجلس و، چې ددې ډلې استازي ور وبلل شول.
د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص نن د یکشنبې « د لیندۍ۱۱مه» په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغانستان باید په راتلونکي کې هم د اذربایجان په څېر د اقلیم په تړاو کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
دغه طا-لب چارواکي د اقلم بدلون په وروستی غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و او دا یې د خپلې ډلې “لویه لاسته راوړنه” وبلله.
د طا-لبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص وویل:د “موږ سږ کال په کنفرانس کې برخه اخستې وه، تڅو وکولای شو د ولس غږ پورته کړو، د هغو ستونزو په اړه چې موږ ورسره مخ یو، د خلکو اړتیاوې څه دي، موږ باید دا شیان له نړۍ سره شریک کړو.”
خالص وویل چې افغان پلاوي د روسیې، قطر، اذربایجان او بنګله دېش د استازو په ګډون د ۱۹ بېلابېلو سازمانونو او حکومتونو له استازو سره لیده کاته کړي دي.
د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس په دې وروستیو کې د یوه پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ناسته کې د ګډون لپاره باکو ته تللی و.
د فوربز مجلې په مطلب کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې د طا-لبانو د پلاوي ټول تمرکز په دې ناسته کې له ملګرو ملتونو څخه د نویو او پرمختللو وسایلو تر لاسه کول و.
په مطلب کې دا هم راغلي، چې د افغانستان لپاره د زرغون اقلیم له صندوق څخه یو شمېر پروژې یو ځل بیا افغانستان ته په واک کې ورکول کیږي.