اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

روسیې په سوریه کې د مخالفينو پر ضد بریدونه پیل کړل

دید خبرې آژانس: د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت په ملاتړ د سوریې په ځینو برخو کې پر مخالفو وسله والو بریدونه پيل کړي دي.

په ورته وخت کې، د رویټرز د راپور پر بنسټ، د سوریې پوځ ویلي چې د «حیات التحریر الشام» په نوم اسلامپالو وسله والو پرون (شنبه،د ليندۍ ۱۰) پر حلب ښار برید وکړ چې په پایله کې د دغه هېواد لسګونه پوځیان ووژل شول.

تر دې مخکې د سوریې حکومت اعلان کړی و چې د دغو وسلوالو د بریدونو له امله د حلب ښار هوايي ډګر او ورتم ټولې غځېدلې لارې تړي.

رویټرز د سوریې په ښارونو کې د یاغیانو بریدونه چې تېره اونۍ پیل شوي په وروستیو کلونو کې د دې ډلې «ډیر زړور» برید وباله.

حيات التحرير الشام چې يو وخت په سوريه کې د جبهة النصره په نامه يادېده، د امريکا، روسيې، ترکيې او نورو هېوادونو له خوا يوه «ترهګره» ډله ګڼل کېږي.

خو په ورته وخت کې د سوریې اوسنی ولسمشر بشار الاسد د مسکو نږدې متحد دی.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا اعلان کړی چې وضعیت له نږدې څاري او له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د سیمې د هېوادونو له پلازمېنو سره په تماس کې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مرستیال، شان ساوت، ویلي دي چې په سیاسي بهیر کې د سوریې له ګډون څخه انکار او پر روسیې او ایران تکیه «هغه شرایط رامنځ ته کړي چې اوس مهال د سوریې په شمال لوېدیځ کې د بشارالاسد د رژیم نسکورېدل هم په کې شامل دي.»

ساوت ویلي چې متحده ایالات د «یو ټاکل شوي تروریستي سازمان» په مشرۍ د برید سره هیڅ تړاو نلري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ٢٢۵۴ پرېکړه لیک پربنسټ چې په ٢٠١٥کال کې یې ګامونه پورته کړي «د تاوتریخوالي کمول او یو جدي او د معتبرې سیاسي پروسې غوښتونکي دي».

د بشار الاسد په مشرۍ د مخالفو یاغیانو او حکومت ترمنځ نښتې، چې سلګونه زره کسان یې وژلي او میلیونونه یې بې ځایه کړي، په ۲۰۱۱ کال کې له رسمي پای ته رسېدو پرته پیل شول. که څه هم ډیری لویې شخړې څو کاله وړاندې وروسته له هغې ودرول شوې چې ایران او روسیې د بشارالاسد حکومت سره مرسته وکړه څو ډېری سیمې او ټول لوی ښارونه کنټرول کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا