د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: چې طا-لب مشران محاکمه شي
دید خبرې آژانس: د بشري حقونو د فعالانو ټولنه، د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو هرکلی کوي، او ټینګار کوي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو له خوا د طا-لبانو د مراعت کولو تمه «یو خیال» دی. دغه بنسټ وايي، د دې وخت دی چې د طا-لبانو مشران له بشري حقونو د سرغړونو په تور محاکمه شي.
دغه بنسټ وايي، د تېرو درېیو کلونو تجربو ښودلې چې له طالبانو سره د تعامل پر بنسټ چلند د خلکو دردونه او کړاوونه زیات کړي دي.
تېره اونۍ شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړه. دغې محکمې د دغې دوسیې رسیدنه تایید کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
د فعالانو ټولنې همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د دې قضیې څېړنې ژر تر ژره بشپړې شي او غوښتنه یې وکړه چې د تحقیقاتو بهیر دې د سیاسي ملحوظاتو تر اغیز لاندې نه وي.
دغه راز دغه بنسټ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل چې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو ملاتړ وکړي او د دغې محکمې د څارنوالۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.