اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

‏جلالي: طا-لبان دې د هڅولو له لارې اړ کړل شي، چې ترهګرې ډلې کابو کړي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د سیمې هېوادونه کولای شي چې د هڅولو او په ځینو برخو کې د رټلو له لارې طا-لبان دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې کابو کړي.

علي احمد جلالي وايي، تر هغې چې طا-لبان په خپلې واکمنۍ کې له یو لړ ننګونو سره مخامخ نه شي؛ نو شونې نه ده چې د سیمې د هېوادونو فشارونو ته دې غاړه کېږدي.

ښاغلي جلالي د جمعې په ورځ د (لېندۍ په نهمه) په خپله اېکس پاڼه د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو په وروستۍ ناسته کې د دغو هېوادونو اندېښنو ته اشاره کړې، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د حضور له امله په ډاګه کړې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، سره له دې چې طا-لبانو ډاډ ورکړی چې د دوی له خاورې به د سیمې او نورو نړۍوالو ته ګواښونه نه پېښېږي؛ خو ښاغلي جلالي په دې برخه کې دا خبره ډاګیزه کړې، چې ښايي طا-لبان د دغه ژمنې په عملي کولو کې د بېلابېلو دلایلو له مخې پاتې راشي.

د ښاغلي جلالي له نظره طا-لبان د خپلو کړنو او سیاستونو له مخې په خپلو کې سره یوه خوله نه دي او هره ډله بېلابېلې غوښتنې او نظریې لري.

هغه وايي، په طا-لبانو کې شته توپیرونه به د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دوی په سیاستونو او کړنو کې درز رامنځته کړي.

ښاغلی جلالي هغو دوو لاملونو ته اشاره کوي، چې د ده له نظره طالبان د ترهګرو ډلو سره په ژمنو کې پاتې راولي، هغه یو ایډیولوژیک تړاو یادوي چې د ګڼو جهادي ډلو تر منځ په توپیر کې دی.

په داسې حال کې چې طا-لبان ښايي د خپل نړۍوال مشروعیت او اقتصادی مرستو په لټه کې وي، په دویم لامل کې هغه د ط-البانو او القاعده ډلې تر منځ هغو لرغونو اېډیولوژیکو تړاوونو یادونه کوي، چې له امله یې د ترهګرۍ پر وړاندې د هغوی مبارزه نوره هم پېچلې کولای شي.

ښاغلی جلالي د ترهګرۍ سره د طا-لبانو په مبارزه کې د پاتې راتلو درېیم لامل ته هم اشاره کوي، د هغه په باور د دوی د ملاتړو تر منځ د انډول ساتنه او د توند لارو عناصرو خوندي کول هغه بل څه دي چې په دې برخه کې د دغې ډلې مبارزه ټکنۍ کولای او تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.

ښاغلی جلالي دا رنګه وايي: «د نړۍوالو له‌خوا د دوی په رسمیت پېژندنه او مالي ملاتړ ښايي دوی دې ته وهڅوي، چې ترهګرې ډلې په خپل کابو کې راولي؛ خو طا-لبان ښايي په خپلو لیکو کې د توند لارو عناصرو له امله هم مالي ملاتړ تر لاسه کړي او هغوی باید په دې برخه کې انډول له پامه و نه غورځوي.»

علي احمد جلالي دا رنګه لیکلي، که څه هم چې طا-لبان دا مهال په ټول افغانستان واک چلوي؛ خو په خبره یې چې لا هم چاپېریال د هغوی لپاره ډاډمن نه دی.

هغه وايي، د ګڼو وسلو او وسله‌والو پراخه حضور کېدای شي چې د نادولتي وسله‌والو ډلو لیکې پیاوړې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، چې لا هم وضعیت پېچلی دی او طا-لبان د پېچلیو کورنیو فشارونو، اېډیولوژیکو ژمنو او بهرنیو تمو تر منځ لاس او پښې وهي.

ښاغلی جلالي په دې باور دی، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان پر اوضاع بشپړه څارنه کوي او د امنیتي اندېښنو تر څنګ له طا-لبانو سره د تعامل د لارو چارو په لټه کې هم ده.

ښاغلی جلالي وايي، داسې نه ښکاري چې طا-لبان دې د سختو فشارونو پرته جوړ جاړي ته غاړه کېږدي.

هغه وايي، چې د سختو فشارونو د راوړلو له امله کېدای شي چې هغوی د نړۍوالو غوښتنې ومني؛ خو دغه فشارونه باید یوازې په کابل نه، بلکې تر ډېره دې په کندهار هم راوستل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا