اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

پوتین: له طا-لبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې یو

دید خبرې آژانس: د روسیې ولسمشر د ټولیز امنتیي تړون سازمان د سرمشریزې په پای کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وایي، هیله لري له افغانستان سره پیاوړي اړیکې رامنځته کړي.

ولادیمیر پوتین که څه هم د افغانستان وضعیت پېچلی ګڼي، خو زیاتوي چې له دې واقعیته سترګې نه شي پټېدای چې په افغانستان کې حالت د ثبات پر لور روان دی.

هغه دغه راز وایي چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې لري.

پوتین زیاته کړې: «موږ نشو کولای دا واقعیت له پامه وغورځوو چې د افغانستان وضعیت د ثبات په حال کې دی. موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې لرو او دا اړیکې به لا پراخې شي.»

د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په آستانې کې جوړه شوه.

د غونډې په اعلامیه کې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي او دغه راز یې له اسلامي امارته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده. 

د ټولیز امنیت د تړون سازمان د غړو هېوادونو ګډې اعلامیې کې راغلي: «موږ د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمه‌ ییزې همغږۍ پراختیا او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اړتیا مهمه بولو. له همدې امله موږ د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې خپلې هڅې متمرکزې کړي.»

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تل یې نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ پېښ نه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا