اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

تېرکال کې د طب ۴۹۰۰ ډاکټران ثبت او راجسټر شوي دي

د افغانستان طبي شورا د یوه خپلواکه بنسټ په توګه دنده لري چې د طب او غاښونو د ډاکټرانو، ښوونیزو طبي پروګرامونو او روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او ښه والي له لارې په هېواد کې د ناروغانو خوندیتوب یقیني کړي.

د افغانستان طبي شورا د یوه خپلواکه بنسټ په توګه دنده لري چې د طب او غاښونو د ډاکټرانو، ښوونیزو طبي پروګرامونو او روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او ښه والي له لارې په هېواد کې د ناروغانو خوندیتوب یقیني کړي.
د افغانستان د طبي شورا تخنیکي مرستیال، ډاکټر محمد اقبال امان، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون کړی وو، وویل: په حقوقي برخه کې د افغانستان د طبي شورا د قانون تصویب، د طبابت د اخلاقو د ملي لارښود چمتو کول، طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د وروستۍ مقررې د مسودې چمتو کول او طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې په موخه د حقوقي اسنادو د چمتو کولو لپاره د بین الوزارتي کاري کمېټې رامنځته کول؛ د دغې شورا لاسته راوړنې دي.
د کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې د طب د ۴۹۰۰ ډاکټرانو راجسټرول، د عامه پوهاوي د بروشرونو جوړول، د ډاکټرانو د پوهاوي په موخه؛ کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د پروګرامونو جوړول، د مرکز او ولایتونو په دولتي او خصوصي روغتونونو او کابل طبي پوهنتون کې د پوهاوي لوړولو د پروګرامونو جوړول؛ د ډاکټرانو د راجسټرېشن په برخه کې د افغانستان د طبي شورا لاسته راوړنې دي.
طبي شکایتونو ته د رسېدنې په برخه کې کولای شو طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د مقررې له جوړېدو، طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د طرز الغمل له جوړېدو، له لویې څارنوالۍ او عامې روغتیا وزارت سره د درې اړخیزه تفاهم لیک له لاسلیکېدو، طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د کمیسیون له رامنځته کېدو او د هېواد په رسمي ژبو د شکایتونو د ثبتولو د فورمو له چمتو کېدو څخه یادونه وکړو.
ښاغلي امان زیاته کړه چې د افغانستان د طبي شورا د ستراتېژیک پلان وروستي کېدل او له اړوندو ادارو او کورنیو اوبهرنیو تمویلوونکو سره د هغه شریکول، د انګلستان له طبي شورا سره د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول، د آسترلیا له طبي شورا سره د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول او د طبي زده کړو له نړیوال فدراسیون سره د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول؛ د ۱۳۹۸ کال لپاره د دغې شورا له پروګرامونو څخه دي.
ټاکل شوې ده چې په ۱۳۹۸ کال کې به د کابل، کندهار، بدخشان، کندز، فراه، هلمند، نیمروز اوجوزجان په ولایتونو کې د طب ۱۲ زره ډاکټران ثبت او راجسټر شي.
په مرکز کې طبي شکایتونو ته په منظمه او اغېزمنه توګه رسېدنه او په دې اړه د اړینو پرېکړو تر سره کول، د طبي شکایتونو اړوند د یو شمېر لوحو، پروتوکولونو او لارښودونو چمتو کول، په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې ناسمو پېښو او شکایتونو ته د رسېدنې د طرز العمل چمتو کول، د طبي شکایتونو د پروګرام په اړه د مرکزي روغتونونو د ډاکټرانو د پوهاوي لوړول او طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د بهیر په اړه د عامه پوهاوي زیاتول هم طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان د طبي شورا د پروګرامونو برخه جوړوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا