کرملین: د ترهګرو ډلو له نوملړه د طا-لبانو د اېستلو پرېکړه لا نه ده شوې
دید خبرې آژانس: د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، مسکو تر اوسه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طا-لبانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې.
نوموړي له طا-لبانو سره د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ زياته کړه، چې په دې اړه هر ډول پرېکړه له وروستۍ کېدو وروسته کېږي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طا-لبانو د نوم د ایستلو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی دی. دا ادعا وروسته له هغه وشوه چې د طا-لبانو یوه پلاوي د روسیې د امنیت شورا له منشي نیکولای پاتروشیف سره وکتل.
د طا-لبانو د موقتي له اېستلو لپاره د روسیې د پارلمان پلان
په ورته وخت کې اېنټرفاکس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د پارلمان ځینو غړو یوه طرحه وړاندې کړې چې پر بنسټ به یې طا-لبان په موقت ډول د ترهګرو ډلو له لېست څخه وایستل شي.
دیمیتري پیسکوف په دې اړه وویل: « د افغانستان له مشرتابه او هغو ځواکونو سره چې په دغه هېواد کې واک لري، د اړیکو ټینګول او د تعامل رامنځته کول د روسیې لپاره ډېر مهم دي.
خو د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طا-لبانو د ایستلو په اړه هر ډول پرېکړه به له وروستۍ کېدو وروسته اعلان شي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیک خوځښتونه زیات شوي دي. له طا-لبانو سره د خبرو لپاره د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی او د چین ځانګړی استازی هم کابل ته تللی او اسلام آباد او ترکمنستان ته له سفرونو وروسته یې له طا-لب چارواکو سره کتلي دي.
پر دې سربېره د ایران ځانګړي استازي تېره اوونۍ په کابل کې له طا-لبانو او یو شمېر سیاسي څېرو او دیپلوماتیکو ماموریتونو سره له اوو زیاتې ناستې درلودې.
له طا-لبانو سره د روسیې د چلند په اړه د کارپوهانو نظر
شنونکي وايي، روسیه له طا-لبانو سره د اړیکو د تازه کولو او په افغانستان کې د خپل نفوذ د پیاوړي کولو په لټه کې ده. دا هڅې په ځانګړې توګه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا او د افغانستان په اړه د هغه د دریځونو له بدلون وروسته زیاتې شوې دي.
د امنیتي مسایلو کارپوه محمد رادمنش وايي:«طا-لبان د نړۍ د سترو قدرتونو د سیالۍ محصول دي او د سیمې د هېوادونو استخباراتي کړۍ د هغوی په سمبالولو او کنټرولولو کې لوی رول لوبوي. اوس سیمه ییز قدرتونه هڅه کوي چې له طا-لبانو څخه د یوې وسیلې په توګه په استفادې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ واټن رامنځته کړي.»
د پوهنتون استاد اسحاق اتمر هم وايي:«په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په اړه سیمه ییزې مشورې ګړندۍ شوې دي. روسیه، چین او ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ د پیاوړي کولو لپاره له طا-لبانو سره خبرې اترې کوي.»
طا-لبانو ویلي چې له روسي پلاوي سره یې په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.