د چین یو ۶ کسیز جګپوړی پلاوی کندهار ته تللی
دید خبرې آژانس: د چین یو جگپوړی پلاوی کندهار ته تللی چې د طا-لبانو له مشرتابه سره د پاکستاني طا-لبانو په تړاو د اسلام اباد اندېښنې شریکې کړي.
په دغه پلاوي کې د چین شپږ تنه ډپلوماټان شامل دي او ټاکل شوې نن د کندهار لپاره د طا-لبانو له والي ملا شیرین اخوند سره وګوري.
یوې باوري سرچینې ویلي چې دغه پلاوی د دوشنبې په ورځ “د لیندۍ پر پنځمه” مازیګر کندهار ته ورسېد او په مقدماتي ډول یې د طا-لبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره وکتل.
سرچینه وایي، ” دغه پلاوی نن سه شنبه د کندهار له والي حاجي ملاصاحب [مولوي شیرین اخوند] سره ګوري، چې اصلي موضوع ټي ټي پي ده، خو اسلامي امارت به یې سیاسي تړونونه بولي”.
د سرچینې په وینا، چینایی پلاوی غواړي د طا-لبانو له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره هم وګوري او د پاکستاني طا-لبانو په تړاو د اسلام اباد او بیجنګ اندېښنې ورسره مخامخ شریکې کړي، خو طا-لب مشر له پلاوي سره نه ګوري.
د پاکستان د ملي عمل پلان کمیټې تېره اونۍ اعلان وکړ چې په بلوچستان کې د بلوڅ جنګیالیو خلاف پراخ پوځي عملیات پیلوي.
اسلام اباد دغو عملیاتو ته د چین له سختو فشارونو وروسته زړه ښه کړی.
د بلوچستان تر لسو ډېرو ولسوالیو، کراچۍ او خیبر پښتونخوا کې پر چینایي او پاکستاني اهدافو د بلوڅ جنګیالیو وروستیو بریدونو پاکستان د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو ترمنځ د همکاریو له اړخه اندېښمن کړی او په دې باور دی چې دغه بریدونه د بلوڅ بېلتون پالو له مخکینیو څو لسیزو دودیزو جګړه ییزو تاکتیکونو سره متفاوت او ډېر مرګوني دي.
یوې سرچینې چې د بلوچستان چارې له نږدې څاري، وایی”داسې ښکاري چې اسلام اباد د چینایانو له لارې غواړي د بلوچستان له عملیاتو وړاندې د طا-لبانو د حکومت مشرتابه او تصمیم نیوونکې مرجع دې ته وهڅوي چې د ټي ټي پي او بلوڅانو د همکاریو، یا په قبایلي سیمو کې د پاکستاني جنګیالیو د عملیاتو د پراخېدو مخه ونیسي”.
د پاکستان پوځ اندېښمن دی چې که په بلوچستان کې د بلوڅ جنګیالیو خلاف عملیات پیل کړي، په وزیرستان او قبایلي سیمو کې به پاکستاني طا-لبان او نورې وسله والې ډلې د سیمو د نیولو لپاره خپل بریدونه لا ډېر کړي.
سرچینه وایي، د ۲۰۲۲ کال په اگست کې په کندهار کې د پاکستاني طا-لبانو د قوماندان افتاب الله داوړ، چې په یاسر پړاکي مشهور و، له ترور وروسته پاکستاني امنیتي ادارو د کندهار او نیمروز پر لور پاملرنه ډېره کړې ده. گل بهادر ډلې د خپل دغه قوماندان په ترور کې ای ایس ای ښکیل بللی و.
پړاکي د جمهوري نظام له سقوط سره هممهاله په خوست کې د کې پي اېف ځواکونو د لسم کنډک وسلو ته لاسرسی پیدا کړی و.
د پاکستان امنیتي ادارو له دې وړاندې ادعا کړې چې بلوڅ جنګیاليو پرمختللې امریکایۍ وسلې ترلاسه کړې دي.
طا-لبانو تر اوسه کندهار ته د چینایي پلاوي سفر نه دی رسنیز کړی.
یاد چینایي پلاوي په کابل کې د طا-لبانو له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره هم خبرې کړې دي او کندهار ته یې د سفر زمینه د طا-لبانو ددفاع وزیر ملا یعقوب برابره کړې ده.