Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

فایق: د طا-لبانو محدودیتونو د میلیونونو کسانو لپاره بشري وضعیت خراب کړی دی

دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه اخلاقي او قانوني مسوولیت لري چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه ځرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنڅه وړلو نړۍوالې ورځې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته کړې دي.

هغه وايي، د طا-لبانو د سیستماتیک ظلم پر وړاندې د افغان مېرمنو زړورتیا هم الهام بښونکې ده او هم د نړۍوالې ټولنې څخه د عمل غوښتنه.

د هغه په وینا، واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته ښځو خپل بنسڼیز حقونه له لاسه ورکړي، له عامه ژونده ګوښه شوې، له زده‌کړو بې برخې شوې او ان له خپلو دندو هم لاس په سر شوې دي.

هغه زیاته کړې، دغو بدلونونو نه یوازې دا چې جنسیتي برابرۍ ته ېې زیان رسولی؛ بلکې د مېلېونونو کسانو لپاره بشري وضعیت هم خراب شوی دی.

هغه وړاندې ویلي، د طالبانو له‌خوا دغه شاتګ کوونکي افدامونه د افغانستان د ښځو د حقونو پیاوړي کولو تاریخ په برخه کې یو لوی خیانت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button