اسلایدشوافغانستانورزش او ځوانان

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د کرېکټ د درې اړخېزو سیالیو وروستي پړاو ته لار ومونده

د افغانستان د کرېکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ته د درې اړخیزه پنځوس آوریزه کرېکټ سیالیو په څلورمه لوبه کې د اتو ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرېکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ته د درې اړخیزه پنځوس آوریزه کرېکټ سیالیو په څلورمه لوبه کې د اتو ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

په دې بریا افغانستان د سيالۍ وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه، چې دوی به د سه شنبې په ورځ د نومبر په ٢٦ په دوبۍ کې د کرېکټ نړیوالې شورا په لومړي نمبر کې د پاکستان له ١٩ کلنو لوبغاړو سره مخامخ شي.

پر سيالۍ د افغانستان بشپړ تسلط

په دې لوبه کې متحده عربي امارات لوبډله لومړی میدان ته ننوته او په ۳۵.۵ اورونو کې یوازې د ۸۸ منډو په جوړولو سره له لوبې بهر شوه.

افغانستان دغه هدف په اسانۍ سره په ۲۱ اورونو کې یوازې د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او ۹۲ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ګروپي پړاو کې له پاکستان څخه یوه بریا او یوه ماتې او د متحده عربي اماراتو پر وړاندې دوه بریاوې ثبت کړې دي.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه په ګروپي پړاو کې د افغانستان د لوبډلې وروستۍ لوبه وه، چې اوس یې د پاکستان په وړاندې په زړه پورې پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته چمتووالی

د درې اړخیزو سیالیو دغه لړۍ د ۱۹ کلنو د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د چمتووالي پړاو دی، چې د نومبر په ۳۰مه به په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

په دغو سیالیو کې به د اسیا اته غوره لوبډلې برخه واخلي او افغان لوبډله د اتلولۍ یو له اصلي نوماندانو څخه ګڼل کېږي.

د ملتونو جام څخه مخکې د ټیم په جوړښت کې بدلون

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې اعلان کړی، چې د لوبډلې منځنی لوبغاړی عزیزالله میاخېل د زنګون د ټپ له امله هېواد ته راستون شوی او په درې اړخیزو سیالیو او د اسیا د ۱۹ کلنو ملتونو جام سیالیو کې ګډون نه کوي.

روح الله عرب د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی دی.

د لوبډلې په جوړښت کې دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې افغانستان سیمه ییزو سیالیو ته چمتووالی نیسي.

په راتلونکو سیالیو کې د چمتو او تکړه لوبغاړو شتون د لوبډلې د بریا لپاره اړين دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا