اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ریچارډ کیمپ: امریکايي جنرالانو له افغانستان نه د بایډن په غوښتنه ځواکونه اېستلي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو پخوانی قوماندان ریچارډ کیمپ وايي چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې ناسم او هیښوونکي تصمیمونه نیول شوي، خو جنرالانو دا پریکړې د ولسمشر جو بایډن د غوښتنې پر بنسټ کړې دي.

د ټرمپ واک لېږد ډله دیو شمېر هغو اوسنیو او پخوانیو پوځي افسرانو نوملړ چمتو کوي چې له افغانستان نه د متحده ایالتونو د ځواکونو په اېستلو کې ښکیل وو او څیړي چې ایا کولای شي دوی په پوځي محکمه کې محاکمه کړي.

ریچارډ کیمپ د اسټرالیا سکای نیوز ته وویل چې « زه فکر کوم له شک پرته ناسمې پریکړې شوې، دا به پر امریکا او د هغې پر لویدیزو متحدانو پاموړ ستراتیژیکې اغیزې ولري، خو زما له نظره هغوی د امریکا د ولسمشر له لارښوونو سره عمل کاوه».

درې سرچینو سي بي ایس ټلویزیون ته ویلي چې جمهوري غوښتونکي مارکوین مولین د امریکايي درې ستوري جنرال کریسټوفر وناهو ترفیع ځنډولې ده.

دوناهو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې رول درلود.

هغه وروستی امریکایی سرتېری و، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووت.

ټاکل شوې وه چې ډګر جنرال کریسټوفر وناهو د ستر جنرالۍ رتبه واخلي او په اروپا کې د امریکا د پوځي قوماندانۍ مشري ورترغاړې شي، خو نوموړی د مشرانو جرګېد تېرې اونۍ د زرو افسرانو د ترفیعاتو په نوملړ کې نه و.

سي بي ایس د خپلو سرچینو په حواله وايي چې ددوناهو د ترفیع په اړه به د ډونالډ ټرمپ تر واک لاندې کانګرس تصمیم نیسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا