دید خبرې آژانس: اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) کې د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو تر پېچلو خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله، هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بودیجه بې وزله هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو په موخه ځانګړې کوي.
له اقلیمي بدلونونو اغېزمنو شویو هېوادونو سره به دغه برخه کې مرستې په راتلونکي زېږیز کال کې پیل شي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د برخې مشر، سایمن سټیل ویلي: « دغه مالي هدف په داسې حالی کې چې اقلیمي بدلونونو په هر هېواد ناوړه اغېزې کړې دي، د بشریت لپاره د بیمې یوه تګلاره ده.»
د کاپ ۲۹ په وروستي پرېکړه لیک کې تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ۱ اعشاریه ۳ ټریلیونه ډالره کلنۍ بودیجه اټکل شوې، چې پاتې برخه به یې له خصوصي سکټور، نړۍوالو بنسټونو او ځینو نورو مالي سرچینو برابرېږي.
تر دې وړاندې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ټولټال کلنۍ بودیجه ۱۰۰ میلیارده ډالره وه.
دې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ ګډون کړی و او د غونډې په څنډه کې یې د ملګرو ملتونو، نړۍوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو له استازو سره کتنه کې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو سره د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.
د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) د دغه سازمان د ۱۹۸ غړو هېوادونو د استازو، د ځینو هېوادونو د مشرانو، خصوصي سکټور، ملګرو ملتونو د دوو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، مدني ټولنو او د رسنیو د استازو په ګډون د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۱مه د اذربایجان په باکو ښار کې پیل او ټاکل شوې وه چې د دغې میاشتې په ۲۲مه پایته ورسېږي، خو پر بودیجې د پېچلو خبرو له امله دغه غونډه تر نن (یکشنبه) وغځول شوه.