روسیه: ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د طا-لبانو د نوم ایستلو بهیر نه ځنډوو
دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انډري روډنکو وایي، مسکو نه غواړي څو د دغه هېواد د “ترهګریزو سازمانونو له نوملړه” د طا-لبانو د نوم ایستلو بهیر له خنډ سره مخ کړي.
روډنګو ویلي، د دغه بهیر د قانوني پړاوونو بشپړېدل به د کابل او مسکو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د تعاملاتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
هغه له ټاس خبري اژانس سره خبرو کې زیاته کړې: « وړاندوینه شوې چې، د ترهګریز سازمان په توګه د طا-لبانو د حالت بدلون د قانوني بهیر بشپړېدل به په بېلابېو برخو کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د افغانستان او روسیې تعاملاتو ته مثبته انګیزه ورکړي.»
دغه روسي چارواکی وایي، اوس د مسکو لپاره وختي ده، څو د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په برخه کې خپل رسمي دریځ روښانه کړي.
روډنکو له ټاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: « د افغانستان اوسنیو چارواکو د رسمیت پېژندنې په اړه خبرو لپاره اوس وختي ده. راځئ چې ګام په ګام کار وکړو، خو موږ هوډ نه لرو چې دغه بهیر وځنډوو.»
د روسيې بهرنيو چارو وزارت مرستيال زياته کړې چې، هېواد يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دواړو لورو د ګډو ګټو په برخه کې د تعامل رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه اخلي.
که څه هم اسلامي امارت د روسیې د “ترهګریزو سازمانونو” په نوملړ کې دی، خو دواړو خواو ترمنځ د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې تعامل د پراختیا په حال کې دی.