دا/عش په بغلان کې پر زیارت د برید مسوولیت ومانه
دید خبرې آژانس: د دا/عش خراسان څانګې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې په یوه زیارت کې د لسو کسانو د وژلو مسوولیت ومانه.
طا-لبانو پرون ویلي و چې د دې برید په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر دغه وژنه غندلې او له طا-لبانو یې د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې ده.
تر دې برید نږدې ۳۰ ساعته وروسته دا/عش ته نږدې اعماق د یوه پیغام خپرولو سره ویلي چې دې ډلې د دغو کسانو د وژلو مسوولیت منلی دی.
د دا/عش په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو شمېر لس ښودل شوی دی.
ناپېژاندو وسلهوالو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ یوه زیارت کې په ډزو ووژ.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.
په بغلان کې د طا-لبانو د پولیسو قوماندانۍ له دې پېښې څو ساعته وروسته د ۱۱ کسانو وژل تایید کړل او ویې ویل د دغه برید په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.