اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مګان مارکل په کلیفورنیا کې د افغان کډوالو مېرمنو کوربنه وه

د بریتانیا د پاچا ناوې مګان مارکل په کالیفورنیا کې په پرله پسې د دویم کال لپاره د یو شمېر افغان مېرمنو کوربه توب وکړ. په دې پروګرام کې ماښامنۍ او د شعرونو لوستل شامل وو او د «ښه راغلاست» پروژې د یوې برخې په توګه په امریکا کې مېشتو افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره تنظیم شوی و.

د بریتانیا د پاچا ناوې مګان مارکل په کالیفورنیا کې په پرله پسې د دویم کال لپاره د یو شمېر افغان مېرمنو کوربه توب وکړ. په دې پروګرام کې ماښامنۍ او د شعرونو لوستل شامل وو او د «ښه راغلاست» پروژې د یوې برخې په توګه په امریکا کې مېشتو افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره تنظیم شوی و.

مګان مارکل د شنبې په شپه د کالفرونیا د ونیس سواخلو سیمې په څنډه له هغو مېرمنو سره کاته او خبرې کړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته متحده ایالاتو ته تللې دي.

په دې پروګرام کې د بریتانیا د پاچا ناوې او افغان مېرمنو خپلې تجربې سره شریکې کړې او د بېلابېلو کولتورونو او دودونو په اړه یې خبرې وکړې.

د دې غونډې موخه کولتوري تبادله او د ګډونوالو ترمنځ پیوستون رامنځته کول دي.

په دې پروګرام کې مېلمنو شعرونه ولوستل او په امریکا کې یې د کډوالۍ او نوي ژوند په اړه خپلې تجربې شریکې کړې. په دې غونډه کې افغان مېرمنو ته د منځني ختیځ خواړه هم ورکړل شول.

د ارچول بنست چې د دې ناستې کوربه وو په یې خبرپاڼه کې یې لیکلي: “موږ د ګډو تجربو له لارې د ښځو هڅولو او د ټولنې پیاوړتیا ته دوام ورکوو او په سختو وختونو کې د یووالي او ملاتړ په اهمیت ټینګار کوو.”

د دې ناستې انځورونه ښیي چې د پادشاه ناوې او افغان مېرمنې په پخلنځي کې پخلی کوي.

د بریتانیې د پاچا ناوې مګان مارکل تر دې مخکې په ۱۴۰۲کال د دلوې په میاشت کې په سویلي کلیفورنیا کې له افغان مېرمنو سره کتلي وو او په هغه وخت کې یې له ۱۵ افغان مېرمنو سره په ګډه منتو او اشک پوخ کړی و.

دا پروګرام د ارچل ډلې او “د مینا سرلیک” سازمان له خوا جوړ شوی و. “”د مینا سرلیک” سازمان له ۲۰۱۴کال راهیسې په افغانستان کې له فعالانو او ښځینه سیاسي مشرانو سره د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره کار کوي او په ۲۰۲۱کال کې یې له دوو زرو څخه د زیاتو افغان ښځو او کورنیو په اېستلو او بیا میشته کیدو کې مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا