اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

عبدالکبیر: له ۴۰ هېوادونو سره اړیکې لرو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په غزني ولایت کې په یوه غونډه کې وویل،چې دغه ډله له څه باندې ۴۰هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري.

عبدالکبیر زیاته کړه، چې طا-لبان به په نږدې راتلونکي کې خپل سیاسي استازي نورو هېوادونو ته هم واستوي.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډيو او ټلويزيون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې عبدالکبير دغه څرګندونې په غزني ولايت کې د خلکو د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عبدالکبیر زیاته کړه، چې د طا-لبانو سیاست خپلواکه او بې پرې دی او د توازن پر اصولو پر مخ ځي.

دغه طا-لب چارواکي د هغو څلوېښتو هېوادونو نومونه نه دي اخېستي، چې دغه ډله ورسره سیاسي اړیکې لري او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې کومو هېوادونو ته به خپل نوي استازي واستوي.

که څه هم د روسیې، ازبکستان، ایران، ترکمنستان او قزاقستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له طا-لبانو سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو د طا-لبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

طا-لبان وايي، سره له دې چې دغه هېوادونه يې په رسميت نه پېژني، خو د دوی استازي يې منلي دي.

عبدالکبیر ویلي دي، چې له طا-لبانو سره په دې کچه اړیکي لرل رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شونې ده چې له نویو بدلونونو سره په جرمني کې د افغانستان سفارت له طا-لبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي.

په تېرو درېیو کلونو کې نړۍوالې ټولنې په وار – وار په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

خو طا-لبانو دا غوښتنې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې او ادعا یې کړې، چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې عمل کوي.

د غزني په غونډه کې عبدالکبیر د طا-لبانو د پخوانيو دریځونو په اړه وویل، چې «دغه ډله به هېڅکله له هېچا سره د دین او هېواد پر سر معامله ونه کړي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا