اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ژولیا پارسي د مارتین انالز جایزه وګټله

دید خبرې آژانس: د مارتین انالز بنسټ د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي او په تاجکستان کې د بشري حقونو وکیل منوچهر خالق نظروف د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه ترلاسه کړه.

دغه بنسټ وایي، چې یادو دوو کسانو په افغانستان او تاجکستان کې د عدالت او برابرۍ لپاره لویه بیه پرې کړې ده.

ژولیا پارسي نهمه مېرمن او لومړۍ افغانه ده، چې دا معتبره جایزه ترلاسه کوي.

د ژولیا پارسي ترڅنګ د تاجکستان د بدخشان سیمې د بشري حقونو وکیل منوچهر خالق نظروف هم دا جایزه ترلاسه کړې ده.

نوموړی د خپلو بشري فعالیتونو له امله تر یوې محکمې وروسته چې په پراخه کچه غیر عادلانه بلل شوې ده، په ۱۶ کاله بند محکوم شوی دی.

ټاکل شوې ده، چې د جایزې د ورکړې مراسم د نومبر په ۲۱مه د سویس په ژینو کې ترسره شي.

له دې سره، پر سفرونو د محدودیتونو له امله به ژولیا پارسي په دغو مراسمو کې حضور و نه لري.

د جایزې د داورانو د پلاوي غړي د بښنې د نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون د بشري حقونو لس سازمانونه دي.

دا جایزه په داسې حال کې ژولیا پارسي ته ورکول کېږي، چې د طالبانو د قوانینو له امله د افغانستان ښځې له عمومي چارو حذف شوې دي.

د فریډم نو سازمان اجرایي مدیر اندریا پراساو چې مېرمن پارسي دې جایزې ته نومانده کړې وه په یوې بیانیه کې ویلي: «مونږ خوشحاله یو چې د مارتین انالز جایزه ژولیا پارسي ته ورکول کېږي. دا جایزه د ښځو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې د ژولیا د کلک هوډ ښکارندویي کوي.»

پراساو زیاته کړې، چې دا جایزه د ظلم پروړاندې د افغان ښځو د دوامداره مبارزې او دغه راز د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې د نړۍوال ملاتړ د اړتیا یادونه ده.

ژولیا پارسي خپل فعالیتونه د ښوونکې په توګه پیل کړي و او د جمهوریت له سقوط سره یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ازادۍ په موخه اعتراضونه پیل کړل، چې دغه اعتراضونه په چټکۍ سره پراخ شول.

ژولیا په دې لار کې له جدي ګواښونو لکه د طا-لبانو له خوا له نیولو او بندي کېدو سره مخ شوه.

طا-لبانو هغه د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې ونیوله او سخته یې شکنجه هم کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا