یوسفزۍ: طا-لبان د اسلام او افغاني کلتور رښتیني استازي نه دي
دید خبرې آژانس: د ښځو د حقونو فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له کاکي ټلویزیون سره چې د اى بي سي نيوز له شبکې سره تړلې یو تلویزیوني شبکه ده، په مرکه کې ویلي چې «طا-لبان د اسلام دین او افغاني کلتور ریښتیني استازي نه دي؛ځكه چې اسلام هېڅکله د ښځو زده کړه او کار نه دی منع کړي».
نوموړې په دې مرکه کې ټینګار کړی، چې له افغان ښځو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالی یوه لویه تېروتنه ده او پایلې به یې یوازې په افغانستان پورې محدودې پاتې نه شي.
مېرمن یوسفزۍ د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال له زده کړو د ښځو د محرومیت اوږدمهاله اغېزو ته په اشارې وویل:«څومره چې افغانې ښځې کمې زده کړې کوي، هغومره یې ماشومان له خطرناکو (افراطي) افکارو سره مخ کېږي.»
د يادونې وړ ده، چې د ملالې يوسفزۍ په نامه مستند فلم «ډوډۍ او ګلاب» د افغان مېرمنو ترخې کيسې او زړورتيا انځوروي، چې « د ډوډۍ، کار او زده کړې لپاره د ښځو مبارزه چې لا هم ژوندی ده او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري ښيي، چې د هغې یو له بنسټیزو پیغامونو څخه دی.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان واک ته رسېدو وروسته د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه سلب کړل، د پارکونو په ګډون یې په هېواد کې د دوی پر تګ راتګ سخت بندیزونه ولګاوه او تر شپږم ټولګي پورته يې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.
طا-لبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د نوي قانون په توشيح کولو سره په عامه ځایونو کې د ښځو په غږ او مخونو هم بندیز لګولی او حتی د بلې بالغې ښځې تر څنګ یې د یوې بالغې ښځې غږ «قرآن کریم تلاوت، قراٸت او لمونځ» هم منع کړی دی.
د طا-لبانو دغه چلند د اسلامي هېوادونو او دیني عالمانو په ګډون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو؛ خو تر اوسه يې په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا له نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي وو چې د امریکا په نوي حکومت کې د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې له آمو سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی ټرمپ باید طا-لبان د خپلو اعمالو په حساب ورکولو ته اړ کړي.
خو د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي تېره اوونۍ د هېواد لوېدیځ ته د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې د فراه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د «دښمنانو او رسنیو» په تبلیغاتو باور ونه کړي او د طا-لبانو ملاتړ دې وکړي.
هغه هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له خلکو همداراز وغوښتل چې د (د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون) تر سرليک لاندې د نوي قانون په پلي کولو کې له دوی سره يو ځای شي.
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه او د ښځو د حقونو فعالانې وايي، که نړۍ د طا-لبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې ته پام ونه کړي، دغه ښځې به له پوځي جبهاتو سره یو ځای شي.
دغه فعالانې زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طا-لبانو ډلې د «بشریت ضد جرمونو، سیستماتیک جنسيتي تبعیض (جنسيتي آپارتايد) او د ښځو په وړاندې د هدفي ځپنې په ترسره کولو سره دوى په افغاني ټولنه کې له یوه جدي بحران سره مخ کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو زیاتیږي.
دوی همداراز پر نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه پر امریکا نیوکه کوي، چې د دې پر ځای چې د دې جنایتونو پر وړاندې پرېکنده دریځ غوره کړي، د تعامل او لېوالتیا پالیسي ته يې مخه کړې او زیاتوي، چې دغه چلند نه یوازې طا-لبانو ته نوره زړورتیا او جرٸت ورکوي؛ بلکې دوی يې د ځواب ورکولو څخه«معاف او بې پروا» کړي دي.