اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طالبان په کابل کې یو کاناډایي نیولی دی

دید خبرې آژانس: سي ټي وي نيوز په نامه د کاناډا خبري شبکې د سرچینو په حواله چې نوم يې نه دى ذکر شوى خبر ورکړی چې طا-لبانو په کابل کې یو متقاعد کاناډایي عسکر ډیویډ لاوري نیولی دی.

دغه خبري شبکه وايي چې ښاغلی لاوري د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۳مه) د سفر په ترڅ کې کابل ته د داخلېدو سره سم د طا-لبانو له خوا ونیول شو.

د سي ټي وي نیوز د راپور له مخې تر اوسه څرګنده نه ده چې طا-لبانو نوموړی چیرته ساتلی دی.

طا-لبانو د دغه متقاعد کاناډايي سرتېري د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د سي ټي وي نیوز د راپور له مخې، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، له شاوخوا سلو اتباعو سره یې په وتلو کې مرسته وکړه او ښاغلي لاروي دا مهال په کابل کې د «ریون رای» په نوم د یوې خصوصي امنیتي شرکت او مشورتي خدمتونو د ادارې مشري کوله.

د کاناډا حکومتي چارواکو د نوموړي نیول کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی وضعیت له نږدې څاري او په دې برخه کې د کونسلي مرستو د وړاندې کولو په حال کې دي.

سي ټي وي ویلي چې ښاغلی لاوري په افغانستان کې د« کاناډايي ديو» په نوم پیژندل کیږي او د دغه هیواد یوازینی وګړى و چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پر ځمکه ناست و. په داسې حال کې چې د کاناډا د سفارت ټول کارکونکي څلور ورځې مخکې د تخليې په الوتنو کې له دغه هېواده وتلي وو.

د دې خبري شبکې یوې سرچینې ویلي دي چې طالبان په هیواد کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په کابل کې د ډیویډ لاوري له شتون او کار څخه خبر وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا