طا-لبان له ټرمپ څخه د افغانستان ۹ میلیارده ډالرو زېرمو ازادول غواړي
دید خبرې آژانس: طا-لبان د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره تازه اړیکو ته هیله من دي او غواړي د افغانستان بانک کنګل شویو څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنیو ته لاسرسی ومومي.
د طالبانو د قطر دفتر رییس بلومبرګ ته وویل، چې دوی له ټرمپ غواړي دې غوښتنې ته ځواب ووايي.
شاهین په امریکا کې د افغانستان بانک کنګل شویو څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنیو په اړه وویل، « موږ غواړو چې د افغانستان بانک ټولې کنګل شوې زیرمې له کنګل حالته و اېستل شي او بېرته موږ ته وسپارل شي.»
شاهین زیاته کړې، چې « موږ د ټرمپ له دولت سره د نویو اړیکو په لټه کې یو او د ټرمپ له دولت نه غواړو چې دې غوښتنې ته ځواب ووايي».
بلومبرګ وايي، روښانه نه ده چې له واشنګټن سره د اړیکو د ښه والي په تړاو د طا-لبانو هیلې څومره واقعي دي.
ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو له طا-لبانو سره د لومړي هوکړه لیک په چارو کې منځګړتوب وکړ او خپل د بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو یې له طا-لب مشرانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره دوحې ته ولېږه.
خو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو نامطلوب وتل د ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو کې څو ځله مطرح شوي.
د بلومبرګ د رپوټ له مخې، ټرمپ تازه په افغانستان کې پخوانی پوځي او د پنټاګون سلاکار مایک والټز د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه غوره کړی چې د طا-لبانو په تړاو د راتلونکي دولت پر دریځ اغیز پرې ایستلای شي.
له متحده ایالتونو سره د طا-لبانو نورمالې اړیکې دې ډلې ته توان ور کوي چې د خپل ګوښه حکومت د نړیوال رسمیت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
امریکا او د هغې لویدیزو ملاتړو طا-لبانو ته له دې وړاندې په ډاګه کړې چې د نړیوال تعامل لپاره باید د بشرحقونو په تړاو ځواب ووايي او دا ډاډمنه کړي چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله وده نه کوي. خو برعکس په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن شوی او طا-لبانو پر ښځو لا ډېر بندیزونه لګولي دي.
د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن د طا-لبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې او د افغانستان د واکمنانو په توګه یې د طا-لبانو له رسمیت پېژندنې ډډه وکړه.
بایډن وروسته هوکړه وکړه چې د کنګل شویو زېرمو درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالر په سویس کې د افغانستان خپلواک صندوق ته ولیږي او نیمې نورې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته بېلې کړي.
د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني شاوخوا ۹ نیم میلیارده ډالره کیږي، چې ډېره برخه یې د نیویارک د پانګو په فدرالي بانک او پاتې نوره د سویس په بانکونو کې ساتل کېده.