اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سرچینې: طا-لبان په کندهار کې پر ۲۲ فابریکو برېښنا بنده کړې

دید خبرې آژانس: له کندهار څخه یوې سرچینې وایی، چې طالبانو په دغه ولایت کې د برېښنا د پیسو د نه ورکولو له امله پر ۲۲ فابریکو برېښنا بنده کړې ده. د سرچینې په خبره، په دغو فابریکو کې شپږو هغو له کلونو راهیسې د برېښنا پیسې نه وې ورکړې.

د سرچینې په خبره طا-لبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د یادو فابریکو د برېښنا د پرې کولو چارې پیل کړي دي.

سرچینه زیاتوي، که څه هم طا-لبانو تر دې وړاندې فابریکه لرونکو ته ویلي و، چې له اوسنیو بېلونو سره خپل پخواني پورونه هم په قسطونو خلاصولی شي، خو یادې ډلې اوس دغو کسانو ته ویلي، چې باید خپل ټول حسابونه او پورونه خلاص کړي.
سرچینې دغه راز ویلي، طا-لبانو اوسمهال ان پر هغو فابریکو برېښنا بنده کړې، چې یوازې دوه ورځې وړاندې یې بېلونه راغلي و.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ولایت کې د طا-لبانو د برېښنا حوزوي رياست مطبوعاتي مسوول بیا د دغې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د هغو ۲۲ فابریکو میټرونه قطع شوي، چې تعرفه یې رهایشي وه، خو د برېښنا استفاده په سوداګریزو ځایونو کې کېدله.
نوموړي ویلي، چې له دغو فابریکو څخه د اوو فابریکو د برېښنا مزې له دې امله پرې شوي، چې د میټرونو د ستونزو تر څنګ یې له دوو دورو څخه زیات د برېښنا بېلونه نه وو ورکړي.

په کندهار ولایت کې د طا-لبانو د برېښنا حوزوي رياست مطبوعاتي مسوول همداراز زیاته کړې ده، چې ځایي مسوولانو تېره اونۍ د فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې له دوی څخه په جدي توګه غوښتي و، چې خپل مخکیني حسابونه ژر تر ژره خلاص کړي.
فابریکه لرونکو باید په څلورو قسطونو کې خپل پورونه خلاص کړي وای، خو په دې وروستیو کې فابریکه لرونکو و نه شو کړای خپل پورونه خلاص کړي.
د راپورونو له مخې، ډېری دغه فابریکې د یخ د تولید په برخه کې فعالیتونه لري.

په کندهار ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۴۰ فابریکې فعالې دي، چې ډېری یې بیا د طالبانو د حکومت په رامنځته کېدو سره جوړې شوي دي.
طا-لبانو په داسې حال کې د برېښنا د بېلونو د ورکړې په برخه کې فشارونه زیات کړي، چې د دغې ډلې تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي، چې که د جمهوري نظام پخواني چارواکي او سیاستوال د برېښنا د لګښتونو له درکه خپل پورونه ور نه کړي، د دوی کورونه او شتمنۍ به ضبط کړي.
د یاد شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل، چې د تیر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پورونه پاتې چې تر اوسه یې نه دي ورکړي.
د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې ۶۸۱ میلیونه ډالره پورونه یې راغونډ کړي دي.
دغه پیسې ډیری له پخوانیو سیاستوالو، شرکتونو او سوداګریزو او صنعتي کمپنیو راټولې شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا