په پنجشیر کې طا-لبان له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړی ده
دید خبرې آژانس: په پنجشیر کې د طا-لبانو والي محمد آغا حکیم د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مرستیالې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې له نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د زیربناوو او پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.
د طا-لبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې محمد آغا حکیم ټینګار وکړ چې په دغه ولایت کې امنیتي چاپېریال اوس د لا ډېرو خدمتونو د وړاندې کولو او د پراختیايي او اصلاحي فعالیتونو د تطبیق لپاره مناسب دی.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې مېرمن اوتونبايوا په پنجشير کې د امنيتي او بشري حقونو وضعيت« ښه » و ارزاوه او ويې ويل چې دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.
هغې همداراز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو بنسټونه به پنجشیر ته لاډېره پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د څو راپورونو له مخې طا-لبانو په پنجشیر کې د دې ولایت د اوسېدونکو د نیولو په ګډون له بشري حقونو څخه بېلابېلې سرغړونې کړې دي.
یوناما تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.