اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د افغان د ځوانانو ترمنځ د نشه يي ګولیو زیاتې کارونې

دید خبرې آژانس: په کابل کې د طا-لبانو امنیه قومانداني وایي، په تېرو څو اونیو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو له خوا اته زره ټابلیټ k کشف او ضبط شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په پلازمېنه کې سلګونه کسان د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د ټابلیټ k د قاچاق، پلور او تولید په تور نیول شوي او عدلي ارګانونو ته ور پيژندل شوي دي.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي: پخوا خو له بهره ډېر را وارېدېدل خو اوس په ډېره کمه کچه دي چې یو قاچاقبر یې په ډېره خفیه توګه را انتقال کړي. موږ تر ډېره حده د دوی مخه نیولې ده. یو ځل مو اتیا زره ټابلیټ کا له مظنونینو سره ونیول او د قانون منګولو ته مو وسپارل.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند دغه راز وايي، چې د ټابلیټ K په ګډون یو شمېر نشه يي توکي له بهره هېواد ته راځي، خو په مشخص ډول يې څه ونه ويل.

یو شمېر ډاکټران وايي، ټابلیټ k یو ډول نشه يي توکي دي، چې په روږدي انسان کې د بدن د معافیت د کمښت ترڅنګ د دماغي اختلالاتو لامل ګرځي او ځینې وخت حتی د مړینې لامل کېږي.

یو ډاکټر، عبدالرشید امرخېل وايي: د بې اشتهایۍ سبب کیږي، د خولې د وچوالي سبب کیږي. د خولې سبب کیږي. د پوټکي د رنګ د بدلون سبب کیږي. د مخکې له وخته د زوړوالي سبب کیږي. د پښتورګو د تخریب سبب کیږي. دا په ټوله کې د مغزو د تنبه او اعتیاد دوا ده.

ورته مهال د پلازمېنې یو شمیر ځوانان له مسوولینو غواړي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی، محمد عثمان و ویل: له حکومت مو غوښتنه دا ده چې لا زیاته هڅه وکړي چې د دغو دوا ګانو مخه ونیسي. ډېر ښه اقدام یې کړی او غوښتنه مو دا ده چې نوره هم هڅه وکړي څو هېواد له دغه ناورینه خلاص شي.

د کابل اوسېدونکی، مجتبی هم و ویل: د ډېری دغو دواګانو جوشاند له بهره راځي. باید پولې کنټرول شي څو د ټابلیټ کا د اومو او لومړنیو موادو د را واردېدو مخنیوی وشي.

تر دې وړاندې له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال هم ویلي وو، چې نشه يي توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا افغانستان ته را قاچاق کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا