اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش
ټرمپ په تاریخي توګه بېرته د امریکا اووه څلوېښتم ولسمشر شو
دید خبرې آژانس: ډونلډ ټرمپ سپنې ماڼۍ ته په تاریخي بېرته ستنېدو د امريكا اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
څلور کاله دمخه، هغه په ټاکنو کې د خپلې ماتې منلو څخه انکار وکړ، په کانګرېس کې د تاوتریخوالی ته په تحريكولو تورن شو، په جنایي جرمونو محکوم شو او د وژنې له دوو هڅو ژوندی پاتې شو.
د ویسکانسن ایالت په ګټلو سره، ټرمپ ۲۷۷ الکټرال رایې وګټلې چې د ټاکنو د ګټلو لپاره د اړتیا وړ ۲۷۰ رایو له څخه زیاتې وې.
له ۱۳۰ کلونو وروسته دی به اوس لومړی ولسمشر وي چې سپينې ماڼۍ ته بېرته ستنېږي.
د سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ بې ساري ستنېدل د جمهوري غوښتونکي ګوند او د امریکا په سیاستونو کې د هغه دوامداره نفوذ په ګوته کوي، آن د واک څخه د څلورو ناخوالو کلونو وروسته چې د قانوني جګړو او پراخو جنجالونو سره مله وو.