طا-لبانو د م.م راپور رد کړ
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې و د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.
د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د کورنيو چارو وزارت په دې اړه د ملګرو ملتونو سروې او ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي:« ښايي چې دغه سروې د نشهيي توکو پر وړاندې له مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې شوې وي؛ خو له هغه وروسته د پوليسو لهخوا د کوکنارو د کښت ټول فصلونه له منځه وړل شوي، له همدې امله د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او بې بنسټه ادعا ده.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو د مبارزې د سروې برخه د ملګرو ملتونو له سروې سره په ټکر کې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ارزونو له مخې، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د مخدره توکو او په ځانګړې توګه د کوکنارو کښت او تولید د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کم شوی دی.
تر دې وړاندې تېره ورځ د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د يوې سروې له مخې په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات شوی دی.
د دغې سروې له مخې، طالبان په روان کال کې د نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې ناکام شوي دي.
د دې تر څنګ د افغانستان نږدې ګاونډي هېوادونه هم ادعا کوي، چې لا هم له دغه هېواده نشهیي توکي قاچاقېږي او په دغه هېواد کې صنعتي شوي نشهیي توکي په پراخه کچه تولیدېږي.