اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې د کوکنارو پر کښت د طا-لبانو له بندیزونو سربېره په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه راپور پر بنسټ اوسمهال په ټول هېواد کې پر ۱۲زره۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.

دغه سازمان وايي، تېر کال د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی؛ خو اوس یو ځل بیا مخ په زياتېدو دى.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ډېرېدو یو لامل اقتصادي ستونزې او د مناسب بدیل نشتوالی ګڼي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر غاده ولي د هېواد د کروندګرو پر وړاندې د پرتو ننګونو په پام کې نيولو سره د دغه هېواد د کروندګرو لپاره د يوه دوامداره بديل پر اړتيا ټينګار وکړ.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د افغانستان سوېل لوېدیځ په دودیز ډول په دغه هېواد کې د کوکنارو او تریاکو د کښت مرکز دی.

 د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو ۵۹ سلنه کښت د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې شوی دی.

دغه سازمان د کوکنارو د کښت د زياتوالي د نورو عواملو په توګه د بازار تحرک، د اپينو د بيې لوړوالى او هغه ستونزې يادوي چې د هېواد بزګران ورسره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا