اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

کامالا هرېس څوک ده؟

دید خبرې آژانس: د امریکا په نننۍ ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کامالا هرېس څوک ده او د افغانستان په اړه یې څه نظر دی؟

هغې که څه هم د افغانستان په اړه لږې خبرې کړې، خو د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو د تګلارو په اړه اندېښمنه ​​ده. نوموړې په ​​خپل ټاکنیز کمپاین کې د افغانستان په اړه کوم پلان نه دی وړاندې کړی.

کامالا هرېس ۵۹ کلنه ده، هغه د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۹مه مرستیاله، د دغه هېواد په لوړ مقام کې لومړۍ مېرمن او د افریقايي-امریکايي او اسیايي-امریکايي نژاد لومړۍ مرستیاله ده.

کامالا هریس د امریکا په کالیفورنیای کې په یوه کډواله کورنۍ کې زیږیدلې ده. مور یې هندۍ او پلار یې جاماییکایي دی. هغه د کالیفورنیای پوهنتون څخه په حقوقو کې دوکتورا لري؛ هغه ښځه چې د اوکلنډ په تور پوستو ټولنه کې لویه شوې اوس د متحده ایالاتو له ولسمشرۍ څخه یو ګام لرې ده.

هرېس د امریکا د ډیموکراټ ګوند غړې ده چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه وټاکل شوه او تاریخ یې جوړ کړ. اوس په ​​نننیو ټاکنو کې د امریکا د ۴۵م ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره سیالي کوي.

خو هریس افغانستان ته په کومه سترګه ګوري؟

د کامالا هرېس او ډانلډ ټرمپ تر منځ مناظره او د افغانستان په اړه د هغې وروستۍ خبرې؛ هغه څوک چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو لپاره د جو بایډن د پریکړې ملاتړ کوي او د بایډن څخه دمخه په خونه کې وروستی کس و چې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره یې پرېکړه  وکړه. خو پړه يې د ټرمپ ادارې په اوږو واچوله.

کامالا هرېس، د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نومانده ۱۴۰۳ کال د وږي۲۱مه وويل: «ډانلډ ټرمپ له طا-لبانو سره په خبرو اترو کې د افغانستان حکومت له پامه وغورځاوه او له یوې ترهګرې ډلې سره یې مخامخ خبرې وکړې چې د پنځو زرو ترهګرو د خلاصون لامل شو.»

کامالا هرېس په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان یادونه نه ده کړې. ظاهراً دا د هغې په ​​اجنډا کې لومړیتوب نه و؛ خو د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه یې څو ځلې د افغانستان په اړه، په تېره بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه، په اړه لنډې خبرې کړې.

 کامالا هریس د ۱۴۰۰کال د مرغومی پنځمه وويل: «له طا-لبانو سره په هر ډول خبرو کې زموږ یوه لویه مسئله په حقیقت کې د ښځو او نجونو وضعیت، له ښځو او نجونو سره د هغوی چلند، زده کړو ته د هغوی لاسرسی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه زموږ اندېښنې دي. په یاد ولرئ، موږ باید په دې اړه یو څه وکړو.»

یا یې دلته د طا-لبانو د چلند په اړه د امریکا د اندېښنې په اړه وویل.

هغه وايي:«زه اندېښمنه یم چې طا-لبانو هغه څه نه دي رعایت کړي چې موږ یې له نجونو او ښځو سره مناسب او سم چلند ګڼو، او له همدې امله د طا-لبانو په وړاندې زموږ دریځ هغه څه دی چې تاسو یې ګورئ، ځکه دا مسئله زموږ له سترو اندېښنو څخه ده.»

د بایډن اداره، چې مرستیاله یې کامالا هریس وه، طا-لبان په رسمیت نه پېژني، خو له هغوی سره یې تعامل ساتلی دی. حتی د بهرنیو چارو وزارت یې دوه ځله ویلي چې طالبان د یوې «نړیوالې ترهګرې ډلې» په توګه پېژني.

هرېس په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان د راتلونکي او له طا-لبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو دا نه ده څرګنده چې هریس یا ټرمپ چې د نړیوالې ټولنې کلیدي غړي دي، له طا-لبانو او افغانستان سره به څه ډول سیاست وڅاري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا