د اسراییل د دفاع وزیر له دندې ګوښه شوې
دید خبرې آژانس: د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه و.
د نتنیاهو په بیانیه کې راغلي: «د اسراییل د لومړي وزیر په توګه زما تر ټولو مهمه دنده د هېواد د امنیت ټینګښت او د پرېکنده بریا په لور زمونږ رهبري ده.»
نوموړي زیاته کړې: «د جګړو پرمهال تر هر بل وخته د لومړي وزیر او د دفاع وزیر ترمنځ بشپړ باور اړین دی او متاسفانه دغه باور چې په لومړیو کې و او ډېرې لاسته راوړنې مو هم درلودې، په وروستیو میاشتو کې له منځه ولاړ.»
نتنیاهو همداراز ویلي، چې د اختلافونو د حل لپاره یې په ځلونو هڅې وکړې، خو دغه اختلافونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې شوې.
د نوموړي په وینا: «دغه اختلافونه په نا مناسب شکل ان عمومي افکارو ته ورسېد او تر دې بدتره دا چې زمونږ د دوښمنانو غوږ ته هم دا خبرې ورسېدې او ترې ګټه یې پورته کړه او خوند یې واخیست.»
یواو ګالانټ بیا د اسراییل له دفاع وزارت څخه د دندې تر ګوښه کېدو وروسته په خپل اېکس کې ولیکل: «د اسراییل د امنیت ټینګښت زما د ژوند ماموریت و همداراز به وي.»
له دې سره، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د معترضانو بېلابېلو ډلو د ګالانټ د لرې کېدو په غبرګون کې په ټول اسراییل کې د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندې چې نتنیاهو ګالانټ له کابینې څخه اېستلی و، په اسراییل کې پراخ لاریونونه وشول او د دې هېواد لومړی وزیر اړ شو چې یواو ګالانټ بېرته کابینې ته راولي.
د اسراییل لومړي وزیر د امریکا د ټاکنو په ورځ خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد د ایران د یوه بل احتمالي برید لپاره چمتوالی نیسي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد د اسراییل د بریدونو غچ اخلي.