هبت الله مخکینی امنیه قوماندان د ننګرهار د پوهنې رییس ټاکلی
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر د پکتیکا ولایت لپاره د دې ډلې مخکینی امنیه قوماندان د ننګرهار ولایت د پوهنې د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.
د دې ډلې مشر په خپل تازه حکم کې په اتو پوسټونو کې تغییرات راوستي، خو د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ته یې د پکتیکا مخکینی امنیه قوماندان محمد شریف حلیم د نوي رییس په توګه معرفي کړی.
په نویو ټاکنو کې د پروان ولایت مخکینی والي مولوي قدرت ﷲ امیني د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه او د یاد وزارت مخکینی امنیتي سلاکار مولوي محمد ابوالوفا عثماني، د پروان ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د مولوي هبت الله اخوندزاده په دغه حکم کې د طا-لبانو یو شمېر نور چارواکي هم له یوه پوسټ نه بل هغه ته بدل شوي، خو نوې څېرې پکې نه ترسترګو کیږي.
د شنونکو په باور، طا-لبان د ملکي او نظامي برخو ترمنځ پر تفکیک قایل نه دي او وړتیا او ظرفیت د افرادو په «جهادي مخینه» کې لټوي.
د طا-لبانو مشرانو له دې وړاندې ویلي، چې د حکومتي څوکیو لپاره هغو کسانو ته لومړیتوب ور کوي، چې لږترلږه اووه کاله له دوی سره د جګړو په لیکو کې همکار پاتې شوي وي.
ددې ډلې د تصفیې پر کمیسیون هم ګڼ طا-لبان نیوکې کوي او ځینو د اعتراض په ډول د تصفیې پاڼې سوځولې دي.
نړیوالو سازمانونو په خپلو رپوټونو کې په تکرار د طا-لبانو حکومت د افغانستان له مسلکي کدرونو سره په تبعیض تورن کړی.