اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

فطرت: تي تي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ده

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان د استازي د مرستیال هغه څرګندونې چې، ګواکې په افغانستان کې، د پاکستاني طا-لبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پټن‌ځایونه شتون لري، رد کړې دي.

ښاغلي فطرت یوځل بیا ټینګار کوي، هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي؛ خو په پاکستان کې د امنیت ټينګښت د پاکستان کورنۍ مسئله ګڼي.

حمدالله فطرت زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي، ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ موضوع‌ده او پاکستان ته په کار ده چې، خپله داخلي موضوع د کور دننه حل کړي.»

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو د پاکستان د استازي مرستیال د امریکا د جګړې مطالعاتو په کالج کې په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې، پاکستاني طا-لبان په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري او د دغه هېواد [افغانستان] خاوره د پاکستان پر وړاندې کاروي.

په ملګرو ملتونو د پاکستان د استازي مرستیال عثمان جادون ویلي دي:«افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی او پاکستاني طا-لبانو په دوامداره توګه د افغانستان خاوره د پاکستان د په نښه کولو په موخه کارولې ده.»

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون ادعاوې کړي؛ خو اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي يې دي، په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا