عربستان په افغانستان کې د نابينايانو په درملنه کې مرسته کوي
دید خبرې آژانس: د سعودي عربستان دولتي اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد شاهي مرستندویه سازمان په افغانستان کې د نابينايانو په درملنه کې مرسته کوي.
د دې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا مرستې د هغو پروژو په چوکاټ کې ترسره کېږي چې د سعودي عربستان د «نور» د رضاکارانه پروژې یوه برخه ده.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د دغو پروژو په چوکاټ کې او په افغانستان کې د ورلډ ویژن بنسټ په همکارۍ تر اوسه د ۴زره۱۶۰ نابينا کسان کتل شوي او له دې جملې څخه د سترګو ۴۴۲ ځانګړي جراحي عملیات هم ترسره شوي دي.
د يادولو وړ ده، چې د سترګو دا جراحي عملیات د اکتوبر له ٢٧ څخه د نومبر تر لمړۍ نېټې پورې د سعودي عربستان په مرسته ترسره شوي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د سعودي عربستان شاهي خیریه سازمان همداراز په مراکش کې له ۵زره ۱۲۰ تنو نابينا اشخاصو معایناتو کړې او له دې ډلې یې يو زرو۵۰۰ نابينايانو باندې عينکې وېشلي دي.
په ورته وخت کې، او د دې راپور پر بنسټ، د دې سازمان د مرستې په چوکاټ کې د اکتوبر له ٢۴ څخه تر ٣١ پورې په مراکش کې د سترګو ۴٨٢ ځانګړي جراحي عمليات ترسره شوي دي.