جلالي: د روغتیايي ستونزو د حل لپاره بهرنۍ مرستې اړینې دي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو عامې روغتیا وزیر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه بللې ده. په دغه لیدنه کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په اړه هم خبرې شوي.
د طا-لبانو د عامي روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د حوزي مشر پیو سمیت سره لیدلي او په افغانستان کې یې د روغتايي مرکزونو پر زیاتولو، په سپینو سیمو کې د نویو روغتايي مرکزونو جوړېدو، د ګرځنده روغتايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او باثباته مرکزونو ته د بدلولو، د مور او ماشوم برخې خدمتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه ورسره خبرې کړې دي.
د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت د دغې ډلې د روغتیا وزیر له قوله لیکلي: «د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرستې اړینې دي او غوښتنه کوو، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ په هغو برخو کار وکړو، چې د وزارت له لومړیتوبونو څخه وي.»
همدارنګه د دغه وزارت په اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د حوزوي مشر پيو سمیت له قوله لیکل شوي، چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې به نړۍوالي مرستې راجلب کړي: «موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې د خدمتونو د پراختیا په موخه روغتیايي ځالې زیاتې او په دې برخه کې خپلو چارو ته لا دوام ورکړو.»
د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق حوزي مشر په داسې حال کې د طا-لبانو د عامې روغتیا له وزیر سره لیدلي، چې د دغه ډلې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ويډیويي کليپ کې تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۱۳مه) ناوخته ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبتو شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی چې له پخوا ډیر دی.
که څه هم روغتيايي نړۍوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن ډوچارېک ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
همدا راز، د روغتیا نړۍوال سازمان هم د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دغه هېواد تر شپږو ګاونډیو هیوادونو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو ویره شته.