سرچینې: د پنجشېر ولایتي شورا پخوانی رٸيس د طا-لبانو لخوا نیول شوی
دید خبرې آژانس: سرچینو ویلي چې د طا-لبانو استخباراتو د تېر کال په کب میاشت کې د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکریم عباسي نیولی دى.
د معلوماتو له مخې، پنځه میاشتې مخکې (د روان کال د چنګاښ په میاشت کې) طا-لبانو نوموړی د کابل له شهر نو نیولی او په ۱۲ کاله بند يې محکوم کړى دى.
د عبدالکبیر عباسي یو خپلوان وايي چې هغه له ۹ میاشتو راهیسې له «دلیله پرته» په زندان کې دی.
د دې سرچينې په وينا، هغه درې مياشتې د طا-لبانو د استخباراتو ۴٠ رياست او يوه مياشت په پلچرخي زندان کې تېره کړې او اوس د بګرام په زندان کې دى.
د هغه خپلوان زیاتوي چې نوموړی په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د «وسلې لرلو» په تور نیول شوی و او د «یرموک» په نوم قطعه کې یې دوه میاشتې تېرې کړې او بیا په ضمانت خوشې شو.
د هغه خپلوان وايي، چې ښاغلي عباسي د جمهوري ریاست له ړنګېدو او د طا-لبانو د واک بيا ټينګښت وروسته له هېواده نه و وتلی او د کابل په شهرنو کې یې د « لاجوردو پلورنځى» جوړ کړ.
طا-لبانو د پنجشېر د ولايتي شورا د پخواني رئيس د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.