پر افغان کډوالو د برید په اړه د څېړنې یوه برخه په ډاګه شوه
دید خبرې آژآنس: اسلامي امارت په ایران کې د وژل شویو افغان کډوالو د پېښې څېړونکي پلاوي پایلې تر څه باندې دوو اونیو وروسته شریکې کړې.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د یاد پلاوي د موندنو لمخې، د ایران او پاکستان پر پوله کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې او چاودنې شوي چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ځينې نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، ځینې افغان کډوال لا هم په ایران او پاکستان کې دي او د هغوی د موندلو او را لیږدولو لپاره هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: « تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دوو تنو جسدونه او ۳۴ تنه عیني شاهدان چې ځینې یې ټپیان دي، د یاد پلاوي له لوري را لېږدول شوي دي او یو شمېر نور یې لا هم په ایران او پاکستان کې دي.»
د حمدالله فطرت په خبره، د پېښې په تړاو څېړنې بشپړې شوې نه دي او د څېړنو پایلې به تر بشپړېدو وروسته رسنیزې شي.
د روان لمریز کال د تلې په ۲۵ د ایران او پاکستان ترمنځ پوله کې د کلګان په دره کې پر ګڼ شمېر افغان کډوالو د ډزو په اړه راپورونه خپاره شول، چې په کابل کې د ایران سفیر رد کړي وو.
تر دغې پېښې یوه ورځ وروسته اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په مشرۍ د دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او استخباراتو ریاست د استازو په ګډون د دغې پېښې د څېړنې په موخه پلاوی وټاکه.