اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان:هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه پانګونې کوې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغه وزارت وايي، د یاد شرکت یوه هندي چارواکي د طا-لبانو د برېښنا له وزیر سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړي.

د طا-لبانو د اوبو او برېښنا وزارت تېره ورځ سې شنبه د (لړم اتمه نېټه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور د (نجیب سلیمان) په نوم د یوه هندي شرکت له مرستیال منور لال سره لیدلي او د برېښنا د تولید په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

خبرپاڼې د یاد هندي شرکت د مرستیال له قوله ویلي، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید پر پروژو پانګونه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، د طا-لبانو د اوبو او برېښنا وزیر دغه هندي چارواکي ته په افغانستان کې د امنیت له پلوه ډاډ ورکړی.

تر دې وړاندې هم د طا-لبانو حکومت د افغانستان پر اوبو د هندوستان له خوا د برېښنا بند جوړولو خبرونه ورکړي وو، چې بیا د پاکستان د ځینو چارواکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.

هند او پاکستان یو د بل کلک سیالان دي او په افغانستان کې یو د بل فعالیتونه کلک څاري او په اړه یې سملاسي غبرګون ښيي.

که څه هم د طا-لبانو له لوري د هندي پانګوال په دې خبر تر اوسه پورې پاکستان په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی خو یو شمېر پاکستانیانو په دې اړه په ایکس کې لیکنې کړې دي.

د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د پاکستان لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي و، چې د کونړ پر سیند د طا-لبانو له لوري د بند جوړولو یو اړخیزه پرېکړه د پاکستان پر ضد دښمنانه کړنه ده.

هغه ویلي و، که چیرې طا-لبان د پاکستان له ګډون پرته د دغه بند پر جوړیدو کار پیل کړي سختې پایلې به ولري او د «دواړو هیوادونو تر منځ د کړکېچ او احتمالي جګړې د زیاتیدو لامل به ورګرځي.»

هغه مهال طا-لبانو د جان اڅکزي په دغو خبرو ملنډې وهلې وې او هغه یې یو ذهني ناروغ بللی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا