Uncategorizedاسلایدشوافغانستانبشري حقونهراپور

غبرګونونه: طا-لبان د افغان ښځو پروړاندې هر اړخیزه جګړه کوي

دید خبرې آژانس: یو شمېر افغان مېرمنو له تلګراف ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې د ښځو د غږ د منع کېدو په اړه د طا-لبان د امربالمعروف وزیر وروستۍ څرګندونې د ښځو پر وړاندې هر اړخیزه جګړه بللې ده.

په هرات کې یوې مېرمنې ویلي، چې د طا-لبانو فشارونو ځيني ښځې ځان وژنې ته اړ کوي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې د خالد حنفي یو غږیز فایل خپور کړی، چې نوموړی په کې وایي، یوه بالغه ښځه اجازه نه لري چې ان د یوې بلې ښځې د لمانځه پر مهال «الحمدالله او سبحان‌الله» ووايي، د سندرو او ترانو ویل خو لرې خبره ده.

حنفي ویلي: «کله چې یوه ښځه د تکبیر او اذان اجازه نه لري، نو نه شي کولی چې سندرې او ترانې هم ووایي.»

نوموړي په تدریجي توګه د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدو هم ټينګار کړی دی.

تلګراف ورځپاڼې ته یوې افغانې مېرمنې له کابل څخه ویلي: «هر څه چې دوی (طا-لبان) ووایي، مونږ د روحي شکنجې په معنا ده.»

د یادې مېرمنې په خبره: «په افغانستان کې زمونږ مېرمنو ژوند کول له درده ډک دی. افغانستان هېر شوی دی، په همدې دلیل مونږ ځپل کېږو، دوی هره ورځ مونږ شکنجه کوي.»

طا-لبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه نقض کړي دي.

یادې ډلې تر دې وړاندې دستور ورکړ، چې خپل مخ پټ کړي او د نامحرمه نارینه و په حضور کې دې له خبرو کولو ډډه وکړي.

طا-لبانو په خپلو ټولو سخت دریځه کړنو سره همداراز ویلي، چې له دې قوانینو څخه د سرغړونې په صورت کې به ښځې ونیول شي.

د ملکي برخې یوې پخوانۍ کارکوونکې ویلي: «دوی (طا-لبان) زمونږ پروړاندې هر اړخیزه جګړه کوي او مونږ په نړۍ کې څوک نه لرو چې غږ مو واوري.»

نوموړې زیاته کړه: «نړۍ مونږ همداسې پرېښي یو. دوی مونږ طا-لبانو ته سپارلي یو او نن چې هر څه زمونږ پروړاندې کېږي، د لوېدیځ د سیاستونو پایله ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبان وایي، چې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې په پام کې نیسي.

یادې ډلې تل د ښځو د میراث د حق او په بد کې د ښځو په نه ورکولو ټينګار کړی، خو د ښځو سیاسي او مدني حقونو ته یې هېڅ کومه اشاره نه ده کړې.

له هرات ولایت څخه یوې مېرمنې ویلي: «دوی (طا-لبان) غواړي، چې مونږ اصلا شتون و نه لرو او زمونږ له لاسه هم هېڅ نه راځي.»

هغې دغه راز زیاته کړه: «ښایي بالاخره بریالي شي، ځکه ډېری مېرمنې د فشارونو له امله په ځان وژنې لاس پورې کوي.»

یاده مېرمن وایي: «طا-لبان فکر کوي، چې د افغانستان د حکومت یوازینۍ دنده د ښځو ځپل دي، مونږ ښځې پیدا شوي یو او دا کوم جنایت او ګناه نه ده.»

تلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د ښځو پروړاندې د طا-لبانو د تبعیض زیاتېدل د دغې ډلې ترمنځ د اختلافونو لامل شوی دی.

یوه لوړپوړي طا-لب چارواکي تلګراف ته وویل، چې د دې ډلې منځلاري غړي د ځينو سخت دريځه عناصرو له کړنو او پالیسيو ناهیلي شوي دي.

یاد چارواکي زیاته کړې: «یو څوک باید د امیرالمومنین مخه ونیسي، ځکه ډېری طا-لبان غوسه او اندېښمن دي، چې د نوموړي په اقداماتو سره به په هغسې چټکۍ مو چې افغانستان نیولی و، ښایي له لاسه ورکړو.»

دغه طا-لب چارواکي همداراز ویلي: «دوی اندېښمن دي چې د یوه ځای ناستي د ظهور په صورت کې به خلک را وپاڅېږي او لوېدیځ به یو ځل بیا په مونږ بمونه وغورځوي.»

Back to top button