بینیټ: د طا-لبانو په زندانونو کې پر ښځو ‘جنسي تیري’ شوي
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طا-لبانو په زندانونو کې پر ښځو د «جنسي ځورونې او جنسي تیريو» شاهدي ورکړې ده.
ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ چې د دغو تاوتریخوالو اسناد ښیي چې ښځې د «نامناسب» حجاب اغوستلو په پلمه د طا-لبانو بندخونو ته وړل شوې او هلته «جنسي ځورېدلې او تیري» پرې شوي.
هغه د طا-لبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت هم د «جنسیتي توپیر» یوه بېلګه وبلله او ویې ویل چې دغه اصطلاح د طا-لبانو بنسټیز او ایډیالوژیک ماهیت په ښه توګه څرګندوي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ بشپړ راپور خپور کړ.
ښاغلي بینیټ ویلي چې دغه راپور به د روانې لړم میاشتې په ۱۱ مې نېټې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
په دې راپور کې د طا-لبانو له خوا د هغوی د خوښې حجاب پر ضد په لاریونونو کې د ښځو د ځپلو یادونه شوې، او په کې ویل شوي چې یو شمېر دغه لاریون کوونکې د پولیسو مرکز ته وړل شوې چې له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
یوې قرباني شوې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته وویل: «زه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال وهل شوې یم، زما سر یې له دیوال سره وواهه او مات شو، د دوی له ډلې یوه یې زما جامې څېرې کړې او زما د بدن ځانګړي ځایونه یې لمس کړل.»
په دغه راپور کې پر زنداني شویو ښځو د زور زیاتي او جنسي تیريو په اړه ویل شوي: «د باوري سرچینو معلومات ښیي چې په دې زندان کې پر ښځو جنسي تیري شوي او یا هم جنسي ځورول شوې دي.»
په راپور کې پر فعالو ښځو د زندان د منفي اغېزو یادونه شوې ده. او يو شمېر زنداني مېرمنو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ويلي، سره له دې چې په زندان کې له جنسي تېري سره نه دي مخ شوې، خو د ټولنې او کورنيو له خوا په کرکه ورته کتل کیږي.
ریچارډ بینیټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی د طا-لبانو د ځپونکو قوانینو له امله زیات شوی او نجونې او ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.
په راپور کې راغلي: «په داسې حال کې چې ښځې او نجونې د دغو ځپونکو قوانینو او تګلارو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې، خو تر څنګ یې ټول افغانان، پرته له دې چې جنسیت یې په نظر کې ونیول شي، له خپلو حقونو بې برخې دي او دا به د ویجاړونکي او تلپاتې زیان لامل شي.»
ښاغلي بینیټ په خپل راپور کې وویل چې د طا-لبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون «د ښځو او نجونو په وړاندې ځورونې د پخوا پرتله لا زیاتې کړې دي.»
ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو تر منځ کې د ژور خپګان، وېرې، ځانتهوالي او ان د ځان وژنې پېښې ډیرې شوې او خبرداری یې ورکړی چې «د طا-لبانو له خوا د جنسیتي تاوتریخوالي بنسټیز کول او د ښځو او نجونو ځپل ښايي د افغانستان په راتلونکو نسلونو کې یوه خطرناکه ایډیالوژي رامنځته کړي. په ځانګړې ډول د هلکانو او نجونو ترمنځ.»
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، «د طا-لبانو حکومت نه ټولګډونه دی او نه هم د افغاني ټولنې استازولي کوي.»
ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو تر دې وړاندې هم د طا-لبان د بشري حقونو په سرغړونې تورن کړي او ویلي یې وو، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طا-لبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.